دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۲
د مطلب کود : 271413
په تیرو شپږو میاشتو کې تر زرو ډیر مهاجر د مدیترانې په اوبو کې مړه شوي دي
د مهاجرت نړيوال سازمان وايي، په تېرو شپږو مياشتو کې د مديترانې د اوبو په مرکزي برخه کې تر ۱۰۰۰ ډېر مهاجر مړه شوي دي، چې دا د ۲۰۲۲ کال په پرتله د مهاجرو د مړينې زياتوالی ښيي.
افغان غږ خبری آژانس: د مهاجرت نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ (جون ۷) په یوه راپور کې لیکلي، چې دغه شمیره د ۲۰۲۲ کال په همدې موده کې د تلفاتو په شمیر کې یو پر دریمه برخه زیاتوالی ښيي.
 
دغه سازمان د مهاجرینو د ناامنه کښتیو کارولو او د هغوی د غوښتنو له پامه غورځولو ته په اشارې سره، د ژوند د ضایعاتو د کمولو لپاره د کوټلي اقدام غوښتنه وکړه.
 
د IOM راپور وايي: "موږ پر هېوادونو غږ کوو چې د لټون عملیاتو، ګړندي ژغورنې او د مهاجرینو او کډوالو لپاره د خوندي لارو پراخولو له لارې خپل قانوني مکلفیتونه پوره کړي."
 
د سویلي اروپا هیوادونه چې پراخ ساحلونه لري تل د مهاجرینو لپاره لومړی ځای وي چې غواړي اروپا ته ورسیږي.
 
ډېری دغه کډوال د کښتیو په واسطه یونان، هسپانیې، ایټالیا او قبرس ته او د ترکیې له سواحلو او یونان ته څېرمه ټاپوګانو او یا هم د شمالي مدیترانې له لارې په سمندر کې د انساني قاچاق وړونکو له خطرناکو لارو ځانونه رسوي.
 
بايد يادونه وشي، چې بېوزلي، بېکاري، قحطي او قومي جګړې د دغو وګړو د مهاجرت اصلي لاملونه دي، چې زياتره يې له شمالي افريقا څخه شنه وچې ته اوسي.
 
https://avapress.com/vdcdff0xsyt05o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته