دخپریدو نیټه :شنبه ۳ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۱۸
د مطلب کود : 272269
د مس عینک کان د کیندنې ستونزې به حل شي/ کارپوهان: چین هڅه کوي قرارداد د خپلې ګټې لپاره تنظیم کړي
د لوګر د مس عینک په کان کې د ځینو ستونزو د شتون په اړه د چینایي شرکت "ایم سي سي" له شکایت وروسته د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي، چې ډېر ژر به دغه ستونزې هوارې او د "مس عینک" کان د استخراج چارې به عملي شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د چینایي شرکت "ایم سي سي" مرستیال چې د مس عینک کان د استخراج چارې په غاړه لري، په دې وروستیو کې په یوه خبري ناسته کې وویل چې لا هم د مس عینک کان د کار د پیل لپاره ګڼې ستونزې شته چې باید د اسلامی امارت له خوا حل شي.
 
د چینايي کمپنۍ "ایم سي سي" مرستیال جان ګوکوي د مس عینک کان د شاوخوا ځمکې استملاک د دغې پروژې د کار د نه پیل په برخه کې یو له سترو خنډونو څخه دی چې شرکت یې په خپله نه شي حل کولای.
 
هغه هیله څرګنده کړه چې اسلامي امارت او چینایي شرکت د خبرو له لارې ګډ ټکي پیدا کړي، اختلافات له منځه یوسي او د مسو کان د پروژې عملي کار پیل کړي.
 
د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست مولوي شکرالله د شنبې په ورځ (سرطان ۳) د افغان غږ خبری آژانس خبريال ته وويل چې دغه وزارت د يادو ستونزو د حل په موخه له چينايي کمپنۍ او اقتصادي کمېسيون سره اونيزه ناسته کوي.
 
د هغه د څرګندونو پر بنسټ؛ دوی هڅه کوي چې د عینک د مسو کان د استخراج عملي کار ژر تر ژره پیل کړي.
 
خو یو شمېر کارپوهان وايي، چې چینايي شرکت هڅه کوي د عینک د مسو کان د استخراج قرارداد په خپله ګټه بدل کړي.
 
د کانونو او پټروليم وزارت پخواني وياند عبدالقدير مطفي د افغان غږ خبری آژانس خبريال ته وويل چې په تېر حکومت کې د عينکو د مسو د پروژې د تطبيق په برخه کې اساسي ستونزې د کان ته څېرمه "تاريخي ابدات" دي چې بايد بلې سيمې ته انتقال شوي وای.
 
هغه زياته کړه، چې اوس د لرغونو اثارو د لېږد د مسئلې تر څنګ، چين غواړي د اوسني افغان حکومت له نړيوال مشروعيت څخه په استفادې دغه قرارداد په خپل حق کې تعديل کړي او د هغو برخو له عملي کولو ډډه وکړي، چې خلکو ته ګټه رسوي.
 
په ورته وخت کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر عتیق الله عزیزي وايي، دوی د مس عینک کان د لرغونو اثارو د انتقال او پیاوړتیا لپاره پلان جوړ کړی او په دې اړه یې له وزارت سره خبرې روانې دي. د عینک د مسو کان د لرغونو اثارو د انتقال او پیاوړتیا لپاره یو شرکت جوړیږي.
 
د يادونې وړ ده، چې چينايي شرکت "MCC" په ٢٠٠٧ کال کې د عينک د مسو کان د استخراج قرارداد ترلاسه کړ. خو له هغه وخت راهیسې د امنیتي ستونزو او د کانونو په سیمه کې د لرغونو اثارو د موجودیت له امله یې د کان کیندنې څخه ډډه کړې ده.
 
د تړون له مخې، د دغه کان د استخراج په پيل سره به د هېواد لس زره اتباعو ته د کار زمينه برابره شي او دغه شرکت به په کال کې څلور سوه ميليونه ډالره افغانستان ته ورکوي.
 
د عینک د مسو کان د کابل سویل لوېدیځ په ۳۰ کیلومترۍ کې د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ په "مس عینک" سیمه کې او د تورخم اسلام کلا نړیوالې لویې لارې یا A1 په اوږدو کې موقعیت لري.
 
دا کان په افغانستان کې د مسو تر ټولو لوی کان او په نړۍ کې د مسو دوهم کان دی. د دغو کانونو ټولیز ذخیرې ۱۱.۳ میلیون ټنه مس او ۲.۳ فیصده مس او یو محدود اندازه سره زر دي.
 
د عینک د مسو کان استخراج د افغانستان لپاره د کارموندنې، عایداتو د زیاتوالي او د زیربناوو د پراختیا په برخه کې یوه ستره پروژه بلل کیږي او تمه کیږي چې د کانونو په سکتور کې به لږ تر لږه ۸۵۰۰ مستقیم او ۳۰ زره غیر مستقیمې دندې رامنځته شي.
 
د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، د کانونو استخراج په افغانستان کې له اقتصادي بحران څخه د وتلو یوازینۍ لار او د زیربناوو پراختیا ده.
 
https://avapress.com/vdcd9x0xnyt05x6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته