دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۶
د مطلب کود : 273468
د پاکستان په پېښور ښار چاودنه کې ۱۰ پاکستاني پوځیان مړه او ټپیان شول
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې یوه ځانمرګي بریدګر د پېښور په ښار کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو یو موټر په نښه کړی، چې دوه پاکستاني پوځیان یې وژلي او اته نور یې ټپیان کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس: دغه برید نن سه شنبه د سرطان په ۲۷ مه د پېښور ښار په حیات آباد سیمه کې شوی دی.
 
  د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې دوه پاکستاني سرتېري وژل شوي او اته نور ټپيان دي.
 
په ټولنيزو شبکو کې خپره شوې ويډيو ښيي چې ځانمرګي بريدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر د پاکستاني پوځيانو له موټر سره وجنګاوه.
 
په پېښور کې د ځانمرګي برید پړه تحریک جهاد پاکستان پر غاړه اخیستې ده.
 
د پاکستاني طالبانو سره تړلې نوې جوړې شوې تحریک جهاد ډلې په پېښور کې د ځانمرګي برید مسوولیت منلی دی. دغې ډلې تېره اوونۍ د بلوچستان په ژوب سیمه کې د پاکستان د پوځ پر پوځي اډې د حملې مسوولیت هم منلی و.
 
په همدې حال کې د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د سولې خبرې له ډېرې مودې راهیسې په ټپه ولاړې دي.
 
له بلې خوا تېره اوونۍ پاکستاني چارواکو د افغانستان سرپرست حکومت د دغه هېواد وسله والو مخالفو ډلو ته په پناه ورکولو تورن کړ.
 
د اسلامي امارت ویاند دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې پاکستاني چارواکي باید د خپلو بې کفایتیو پړه پر نورو ونه اچوي.
 
https://avapress.com/vdcfvmd0cw6deja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته