دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۶
د مطلب کود : 273650
په ترکيه کې له افغان ماشومانو ته د پاسپورټونو د وېش لړۍ پيل شوه
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت چارواکو د افغانستان هغو ماشومانو ته چې په ترکیه کې زیږیدلي دي، د پاسپورټونو د ویش بهیر پیل کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد په یوه ټویټ کې په استانبول کې د اسلامی امارت په قونسلګرۍ کې د دغه بهیر د پیل خبر ورکړی دی.
 
هغه لیکلي چې اوس مهال یوازې د افغانستان هغو نویو زیږیدلو ماشومانو ته پاسپورتونه ویشل کیږي چې په ترکیه کې زیږیدلي وي.
 
دا په داسې حال کې ده چې له هغه وخت راهیسې چې اسلامي امارت په افغانستان کې واک تر لاسه کړی، د پاسپورټونو د ویش بهیر څو ځله بند شوی او لا هم په ګڼو ولایتونو کې بند پاتې دی.
 
د راپورونو له مخې، د پاسپورټونو د عمومي ریاست په انلاین سیسټم کې د پاسپورټونو د ټاکلو لړۍ ورو روانه ده او ډېری هېوادوال د پاسپورټونو د ترلاسه کولو له اداري بهیر څخه د تېرېدو په خاطر له یوه کال څخه زیات وخت ته انتظار باسي.
 
https://avapress.com/vdciwparut1ayq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته