دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۳۱
د مطلب کود : 274533
د هلمند په دښته کې اووه تنه مسافر د مرګ له ګواښ څخه وژغورل شول
د هلمند ولایت د بهرامچه ولسوالۍ په دښته کې د یوې کورنۍ اووه غړي وروسته له هغه د مرګ له خطره وژغورل شول چې موټر یې په ریګو کې بند پاتې شوي وو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هلمند ولایت چارواکي وايي، د یوې کورنۍ اوه غړي یې وروسته له هغه ژغورلي، چې موټر یې په ریګو کې بند پاتې وو.
 
د هلمند ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې دغه کورنۍ چې درې نارينه، يوه ښځه او درې ماشومان په کې شامل دي، د اسد په ١٧مه، د سه شنبې په ورځ د سهار په ١١ بجو د بهرامچې ولسوالۍ په دښته کې راښکته شوه.
 
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، ځايي چارواکو تېره شپه لس بجې د دې پېښې په اړه معلومات ترلاسه کړل او د بهرامچې د ولسوال په مشرۍ چاڼيز عمليات پيل شول.
 
د مسافرو جسدونه ماسپښین ۳ بجې وموندل شول او د ولسوالۍ مرکز ته یووړل شول.
 
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت وايي چې د يادو کسانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى او نن سهار (چهارشنبه) کورونو ته رخصت شول.
 
https://avapress.com/vdcjtxe8tuqeaiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته