دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۳
د مطلب کود : 276504
۱۲ زره  افغان ماشومان چې د زړه سوري لري د درملنې لپاره انتظار باسي
د افغان سرې میاشتې ټولنې ویاند وايي، په دې نفوس کې ۱۲ زره ماشومان چې د زړه سوري لري ثبت شوي او د درملنې په تمه دي، چې له دې جملې څخه ۴۸ ماشومان چې د زړه سوري لري د درملنې په موخه دوه کورنۍ روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند عرفان الله شریفزي نن (سه شنبه، سنبله ۲۱) په خپله ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي: په دې ټولنه کې ۱۲ زره ماشومان ثبت شوي چې زړه یې سوری دی. دوی د درملنې په تمه دي چې له دې جملې څخه ۴۸ تنه ماشومان چې د زړه سوري لري د درملنې او جراحي لپاره د کابل دوو کورنیو روغتونونو ته لیږدول شوي دي.
 
هغه زياته کړه، چې د دغو ٤٨ ناروغانو د درملنې او عملياتو ټول لګښت د افغاني سرې مياشتې له خوا ورکول کېږي.
 
ښاغلي شریفزي وویل، چې دا مهال شاوخوا ۱۲ زره نور د زړه په ناروغۍ اخته ماشومان په افغاني سرې میاشتې کې ثبت دي او د جراحي عملیاتو په تمه دي.
 
د دغه سازمان وياند وايي، چې په تېرو ١٤ مياشتو کې په دې ناروغۍ اخته ١٧٧١ ماشومان د هېواد بېلابېلو روغتونونو ته د جراحۍ او درملنې لپاره ورپېژندل شوي، چې نږدې ١٥٠٠ يې روغ شوي او بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcjyme8xuqeaiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته