دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۲۲
د مطلب کود : 277971
د کابل - شانګهای هوايي دهلېز پرانیستل شو/ د افغانستان اقتصادي وضعیت مخ په ښه کېدو دی
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د کابل - شانګهای هوايي دهلېز د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د هېواد اقتصادي وضعیت مخ په ښه کېدو دی.
افغان غږ خبری آژانس: د کابل - شانګهای د هوایی دهلیز د پرانیستلو مراسم پرون (یکشنبه، میزان ۱۶) د رئیس الوزرا د اقتصادی مرستیال دفتر لخوا د هیواد د سوداګرو او صنعتکارانو په حضور کې کابل هوايي ډګر کې ترسره شول.
 
د رئیس الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر د دغه دهلیز د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د هیواد اقتصادي وضعیت مخ په ښه کیدو دی.
 
هغه زیاته کړه چې نړۍ هم د افغانستان د اقتصادي وضعیت ښه والی مني.
 
ملا برادر وويل، چې د يوه هېواد د پرمختګ او پر ځان بسياينې لپاره امنيت ډېر مهم دى. ده وويل چې اوس په هېواد کې امنيت تامين شوى او په بهر کې مېشت پانګه وال بايد هېواد ته راستانه شي.
 
نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه، اسلامي امارت له ګاونډیو، سیمې او نړۍ سره د متقابل احترام د اصولو پر بنسټ مثبت تعامل غواړي.
 
نوموړي په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې د دوی ځورونه د منلو او زغملو وړ نه ده.
 
د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې "ناقانونه" افغان کډوالو او کډوالو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې وخت ورکړی چې له دغه هېواده ووځي، که نه نو دوی به په زوره ایستل کېږي.
 
https://avapress.com/vdciyyarzt1ay32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته