دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۱۳
د مطلب کود : 280238
۲۹ تنه د جنايي جرمونو په تور د پوليسو له خوا ونيول شول
د كورنيو چارو وزارت وياند وايي، پوليسو په تېرو ۲۴ ساعتونو كې په سرپل، فراه، هرات، فارياب، غزني او هلمند كې ۲۹ تنه د غلا، ځورونې، د الکولي مشروباتو د استعمال، وهلو او د غير قانوني وسلو د لېږد په تور نيولي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن یکشنبه (د عقرب ۲۱ مه) په ټولنیزه شبکه اکس کې لیکلی چې د پولیسو منسوبینو ۲۹ تنه د غلا، ځورونې او د الکولی مشروباتو استفادې او د وسلو د غیر قانوني انتقال په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سرپل، فراه، هرات، فاریاب، غزني او هلمند ولایتونو کې نیولي دي.
 
هغه زیاته کړه چې د دغو کسانو په منځ کې؛ په سرپل ولایت کې ۹ تنه د وهلو، الکولي مشروباتو د استعمال او ځورونې په تور، درې تنه په فراه ولایت کې د غلا په تور، یو تن په فاریاب ولایت کې د غیر قانوني وسلو د ګرځولو په تړاو، دوه تنه په هرات ولایت کې د غلا په تور او یو تن په غزني ولایت څخه د موټرو د غلا په تړاو نیولی دی.
 
د يادونې ده، چې د هلمند ولايت له جنايي جرمونو سره د مبارزې پوليسو په تېره يوه اوونۍ کې د دغه ولايت له مرکز او ولسواليو څخه ١٣ تنه د غلا په تور نيولي دي.
https://avapress.com/vdcipuarvt1avr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته