دخپریدو نیټه :جمعه ۳ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۷
د مطلب کود : 280995
د مهاجرینو د چارو سرپرست وزیر: د مهاجرینو لپاره به ډیر ژر د میشت ځایونو د جوړولو کار پیل شي
د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني زابل ولایت ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې ډېر ژر به په هېواد کې د کډوالو لپاره د مېشت ځایونو د جوړولو چارې پیل شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقبیان زابل ولایت ته د دغه وزارت د سرپرست د سفر په اړه وویل: په دغه سفر کې د زابل له والي سره د کډوالو د راستنیدو د بهیر په اړه خبرې وشوې. هغه ولایت ته د مهاجرینو شمیر، دوی ته چمتو شوي خدمات او د کاري کمیټو فعالیتونه تشریح کړل.
 
د باختر آژانس د خبرله مخې: د مهاجرينو چارو وزارت سرپرست په دې کتنه کې د مهاجرينو د ميشت ځايونو په تثبيت او پاکوالي ټينګار وکړ او زياته يې کړه: اسلامي امارت به ډير ژر د مهاجرينو د ميشت ځايونو د جوړولو کار پيل کړي.
 
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان اوس د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر پیل کړی او تر دې دمه یې شاوخوا ۴۰۰ زره افغان کډوال له دغه هېواده ایستلي دي.
https://avapress.com/vdci3uarwt1av32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته