دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۱۰
د مطلب کود : 283574
امریکا: موږ له افغانستان څخه د تروریستي ګواښونو د مخنیوي لپاره وضعیت څارو
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، واشنګټن له افغانستانه د تروریستي ګواښونو د مخنیوي لپاره د دغه هېواد وضعیت څاري.
افغان غږ خبری آژانس: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري غونډه کې د افغانستان له واکمنو چارواکو وغوښتل چې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره پر خپلو ژمنو ودرېږي.

متیو میلر په افغانستان کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدل د امریکا له خوا د نږدې څارنې نښه ګڼلې او ټینګار یې کړی چې که کوم خطر موجود وي، په افغانستان کې به دغه ډلې په نښه کړي.

ښاغلي میلر زیاته کړه چې واشنګټن به په هر حالت کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې اقدام کولو ته چمتو وي.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی چې په هیواد کې هیڅ ترهګره ډله فعاله نه ده او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې له افغانستان څخه د هیواد د امنیت پر ضد عملیات وکړي.

ذبیح الله مجاهد ویلي: «موږ هلته (د دوحې په تړون) کې ژمنه کړې وه چې افغانستان به د امریکا او د هغې د متحدینو پر ضد د پوځي فعالیت یا ګډون اجازه نه ورکوي. په دې دوو کلونو کې د افغانستان اسلامي امارت هیچا ته اجازه نه ده ورکړې او نه هم داسې کومه پېښه رامنځته شوې چې له افغانستانه یې امریکا ته زیان رسولی وي، دا یوه ژمنه ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر شتون اندېښنه ښودلې وه او دغه هېواد یې د نړۍ امنیت ته ګواښ بللی و.

خو په تېرو دوو کلونو کې اسلامي امارت په ځلونو د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه ده او ټینګار یې کړی چې دا اندېښنې بې بنسټه دي./آریانا نیوز
https://avapress.com/vdcefx8wejh8vni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته