دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۱۴
د مطلب کود : 284627
په تیرو دریو میاشتو کې په لویدیځه غاړه کې ۶۱۷۰ فلسطینیان نیول شوي دي
د فلسطین د بندیانو کلب اعلان وکړ چې د الاقصی د طوفان د عملیاتو له پیل راهیسې تر اوسه ۶۱۷۰ فلسطینیان په لویدیځه غاړه کې د اسرائیلي پوځیانو له خوا بندیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د بندیانو کلب په تیرو څو ساعتونو کښې د صهیونیسټی پوځیانو له خوا د ۱۵ فلسطینیانو د نیولو خبر ورکړ.

په دې توګه په لویدیځه غاړه کې د الاقصی د طوفانی جګړې له پیله تراوسه د بندیانو شمیر ۶۱۷۰ تنو ته رسیدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د الاقصی د طوفان له عملیاتو مخکې په زرګونو فلسطینیان د صهیونیسټ رژیم په زندانونو کښې بندیان وو.
https://avapress.com/vdcewe8wfjh8vpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته