افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا د دفتر سیاسي مرستیال د کابل ښار له یو شمېر مشرانو، مخورو او علماوو سره په کتنه کې په کابل ښار کې د اوبو د کمښت د ستونزې د حل لپاره د هڅو د پیل په اړه خبرې وکړې.
ارګ په خبرپاڼه کې لیکلي دي: په دې کتنه کې د کابل د څلورو ولسوالیو مشرانو، مخورو او علماوو د هېواد اوسنی امنیت او ثبات د هېواد د پرمختګ او بیارغونې لپاره یو مناسب پلاتفورم وباله او ویې ویل، چې اوسني وضعیت د افغانستان د آبادۍ او پرمختګ زمینه برابره کړې ده.
دوی د کابل له ماسټر پلان سره سم په چهاردهي کې د پرمختیايي چارو د پیل غوښتنه وکړه او په خپله سیمه کې یې د دارالعلوم د جوړېدو او د سړکونو د جوړولو په ګډون په بېلابېلو برخو کې خپلې غوښتنې مطرح کړې.
دوی دا هم وویل: چې دوی د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دي او د دې ستونزې د حل لپاره باید اسلامي امارت د شاه توت بند د جوړولو کار پیل کړي، چې ورسره به د نورو کابل ښاریانو لپاره هم د اوبو د کمښت ستونزه هواره شي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم له اسلامي امارت سره د دوی د دوامداره همکارۍ له امله مننه وکړه او ویې ویل چې اسلامي امارت د خلکو غوښتنو او هڅو ته پوره پاملرنه کوي. په کابل ښار کې د اوبو د کمښت د ستونزې د حل لپاره هڅې پیل شوې.
هغه وویل چې اسلامي امارت هڅه کوي چې د کابل د اوبو د زیرمو د تنظیم او جوړولو چارې له ملي بودجې څخه پیل کړي او په دې برخه کې یې له مرستندویه موسسو او همکارو هیوادونو د مرستې غوښتنه کړې ده.
د يادونې وړ ده، چې د پلازمېنې ډېری سيمې د اوبو له کمښت سره مخ دي او د کابل اوسېدونکي د اړتيا وړ اوبو د ترلاسه کولو لپاره کيلومتره واټن وهي او يا هم د اوبو د وېش لپاره په ساعتونو ساعتونو په ليکه کې ولاړ وي.