افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د فواید عامې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه لاره تر پاکولو وروسته بیرته پرانیستل شوې ده.
د فواید عامې وزارت وایي، د نورستان د کامدېش، برګمټال، مندول او دواب ولسوالیو د سړکونو د پاکولو چارې له سیلابونو څخه دوام لري او تر اوسه د دغو ولسوالیو ترانسپورتي لارې نه دي پرانیستل شوې.
د يادونې وړ ده، چې د نورستان-کونړ ترانسپورتي لار دوه ورځې وړاندې د اورښتونو او واورو ورېدو له امله د نورستان ولايت په ځينو ولسواليو کې تړل شوې وه.