دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ قوس ۱۳۹۰ ساعت ۱۹:۴۷
د مطلب کود : 33573
کرزی: د عاشورا پر مراسمو د حملې مساله به له پاکستان سره مطرح کړو
د ښاغلي کرزي په وینا که څه هم دا لومړی ځل دی، چې دا ډله په افغانستان کې کوم مذهبي مراسم په نښه کوي، خو د ده په وینا لشکر جهنګوي د هند د ممبۍ ښار د حملو لپاره هم مسووله وه، چې له سلو زیات کسان په کې ووژل شول.
افغان ولسمشر د پاکستان د لشکر جنهګوي له خوا په کابل کې د عاشورا په مراسمو د شوې حملې د مسوولیت منلو په غبرګون کې وویل، چې افغان حکومت به په ټول قوت له پاکستان سره دا مساله مطرح کړي.

په کابل کې د عاشورا په مراسمو په شوې حمله کې شاوخوا اته پنځوس کسه وژل شوي او له یو سل او تیاو نه زیات ټپیان شوي.

ښاغلي کرزي، چې له دې پیښې وروسته بریتانیې ته یې خپل کاري سفر لغوه کړ، د کابل په ایمیر جنسي روغتون کې د ټپیانو له عیادت وروسته وویل، چې لشکر جهنګوي د دې مسوولیت په منلو سره له افغانانو سره د دښمنۍ اعلان کړې.

″لشکر جهنګوي اعلا کړې او ددې حملې مسؤلیت یی منلې دې، دا ډله په پاکستان کې ده، نو افغان دولت به په ټول قوت او نړیوال ملاتړ سره دا مسئله تعقیبوي او حکومت به زمونږ د ماشومانو د وینو له تویدو نه، چې پدې روغتون کې بستر دي په هیڅ صورت تیر نشي.
افغان حکومت به په ټول قوت سره د توی شوې وینې پوښتنه وکړي.

د ښاغلي کرزي په وینا که څه هم دا لومړی ځل دی، چې دا ډله په افغانستان کې کوم مذهبي مراسم په نښه کوي، خو د ده په وینا لشکر جهنګوي د هند د ممبۍ ښار د حملو لپاره هم مسووله وه، چې له سلو زیات کسان په کې ووژل شول.

ښاغلي کرزي دا څرګندونې په داسې حال کې کولې، چې د سې شنبې په ورځ د دې حملې قربانیان خاورو ته سپارل کیدل.

په ورته وخت کې د هیواد شعیه علماو په یوه غونډه کې له افغان دولت نه په کلکه وغوښتل، چې دا مساله په جدي توګه تعقیب او عاملین دې محاکمه کړي.

د دې شورا یو غړي ډاکټر محمد حسین جعفري ددوی له غونډې وروسته ازادۍ راډیو ته د خپلو غوښتنو په اړه وویل.

″د افغانستان له دولت څخه مو دا وغوښتله چې دوی باید د پاکستان له دولت سره د ډپلوماسي له لارې خبرې وکړي، چې د جنګوي دغه ګمراه او ظالمه ډله چې په پاکستان کې روزل کیږي او تمویلیږي او راځي د افغانستان په خاوره کې جنایت کوي او مسوولیت د پاکستان په غاړه دی، دوی باید د دې ځواب ووایي.″

په ورته وخت کې ولسي جرګې هم دا حملې په کلکه غندلي او د لشکر جهنګوي لخوا د هغې د مسؤلیت منلو ته په اشارې افغان حکومت ته سپارښتنه کړې، چې دا مسئله دې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لارې تعقیب کړي.

دا لومړې ځل دې، چې په افغانستان کې مذهبی مراسم په نښه کیږي او هغه هم د یوې داسې ډلې لخوا، چې په پاکستان کې ده.

د ځینو کتونکو په وینا دا په افغانستا کې مذهبی شخړو ته د لمن وهلو په نیت شوې، خو هم شیعه او هم سني علماو ډاډ ورکړې، چې هیڅ کله به هم په هیواد کې دې مصیبت ته ځای پرې نږدي.

سرچینه: ازادی رادیو
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcipwap.t1apy26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته