دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ جدی ۱۳۹۰ ساعت ۱۷:۳۵
د مطلب کود : 35125
۳ وسله وال وژل شوي ۳ نور نیول شوي
د پکتیکا د امنیې قومندان دولت خان ځدراڼ څرګنده کړې، چې په یوسف خیلو ولسوالۍ کې یې د مهماتو یوه زیرمه هم کشف کړې، چې په کې د سپکو او درنو وسلو ګولۍ او نور چاودیدونکي مواد شامل دي.

د پکتیکا سیمه ییز چارواکي وایي، چې په ځانګړو عملیاتو کې یې درې تنه وسله وال مخالفان وژلي او درې نور یې نیولي دي.

د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان ویلي، چې په نیول شوو کسانو کې د طالبانو یوسیمه ییز قومندان هم شامل دی.

د پکتیکا د امنیې قومندان دولت خان ځدراڼ څرګنده کړې، چې په یوسف خیلو ولسوالۍ کې یې د مهماتو یوه زیرمه هم کشف کړې، چې په کې د سپکو او درنو وسلو ګولۍ او نور چاودیدونکي مواد شامل دي.

په عین حال کې د دفاع وزارت هم په یوه خپره شوې اعلامیه کې په کندهار او هلمند ولایتونو کې د سپکو او درنو وسلو د یوه اندازه ګولیو او څو کړیو ماینونو د ترلاسه کولو خبر ورکړی دی.

لاتراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdkf0s.yt0kx6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته