دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ حوت ۱۳۹۰ ساعت ۲۱:۱۸
د مطلب کود : 37077
افغان چارواکی؛ باید په امنیتي ځواکونو کې د نفوذي عناصرو مخه ونیول شي
د افغانستان د دفاع وزارت چارواکی وايي:«که موږ د نفوذي عناصرو مخه ونه نیسو، افغانستان ته به یې زیان واوړي. ناټو او نوره نړیواله ټولنه به پر موږ باور له لاسه ورکړي.»
تاند- د افغانستان د دفاع وزارت یو چارواکی وايي چې باید په افغان امنیتي ځواکونو کې د دښمن د نفوذي کسانو مخه ونیول شي کني بله وژونکې حمله به له ناټو سره د افغانستان اړیکې خرابې کړي.

رویټرز خبري اژانس وايي چې دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د دفاع وزارت یو چارواکی د خپل داخلي خطر یادونه کوي. خو دا اژانس وايي چې دغه افغان چارواکي نه غوښتل چې نوم یې افشا شي.

د روانې اوونۍ د شنبې په ورخ د افغانستان په کورنیو چارو وزارت کې د دوو امریکايی سلاکارانو له وژل کېدو وروسته ناټو د افغانستان له ټولو وزارتونو خپل سلاکاران وایستل.



د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وویل:«موږ باید ډېرې هلې ځلي وکړو چې د (دښمن) د نفوذ مخه ونیسو. دا زموږ لپاره یو چلینج دی. دا خورا جدي مسله ده.»

افغان چارواکي وايي چې د شنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت په خورا خوندي برخه کې دوه امریکايي سلاکاران، چې یو یې جګړن او بل ډګرمن و، د دې وزارت د استخباراتي مامور عبدالصبور له لوري وژل شوي. نوموړی په تېښته بریالی شوی دی.

دې حملې په افغانستان کې د ناټو ستراتیژي له شکونو سره مخامخ کړه. ناټو غواړي چې زیات افغان ځواکونه وروزي او د جګړې چارې هغوی ته وسپاري.

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکی وايي:«که موږ د نفوذي عناصرو مخه ونه نیسو، افغانستان ته به یې زیان واوړي. ناټو او نوره نړیواله ټولنه به پر موږ باور له لاسه ورکړي.»

د پینتاګون په وینا د ۲۰۰۷ کال د مې له میاشتې د روان ۲۰۱۲ کال تر جنورۍ پوري په افغانستان کې د نفوذي عناصرو له لوري په ۴۲ حملو کې د ناټو شاوخوا اویا(۷۰) غړي وژل شوي دي.

تېره میاشت د فرانسې ولسمشر نیکولاسرکوزي وروسته له دې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې چارې او د افغان امنیتي ځواکونو حمایوي عملیات وځنډول چې یوه افغان نفوذي څلور فرانسوي پوځیان ووژل او شپاړس نور ژوبل کړل.

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکی وايي چې د افغانستان د پولیسو او اردو د شمېر زیاتېدا په دغو ځواکونو کې د نفوذي عناصرو مخنیوی ګرانه کړی دی. حاضردمه د افغانستان د امنیتي ځواکونو شمېر تر دوه نیم لکو اوښتی دی. خو د افغانستان دولت هیله لری چې د امنیتي ځواکونو شمېر به تر درې نیم لکو پوري ورسوي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbzgbf.rhbzzp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته