په فاریاب ولایت د سړک غاړې د ماین د چاودنې له امله دوه امنیتې پولیس او ۳ ملکې وګړي وژل شوي دي.
د فاریاب امنیه قومندان عبدالخالق اق سای نن ازادۍ راډيو ته وویل دغه چاودنه نن د قیصار ولسوالۍ اړوند په سنجتک سیمه رامنځ ته شوې ده.
د قومندان په وینا چې په یاده پیښه کې د فاریاب ولایت د انکشافي شورا مرستیال هم ټپي شوی دی، خو تر اوسه د دغه پیښې مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستې.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)