دخپریدو نیټه :شنبه ۹ ثور ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۵۰
د مطلب کود : 40868
د افغانستان ملي امنیت په کابل او پروان کې درې تنه وسله وال نیولي دي
جمعې په ورځ یې په کونړ کې د طالبانو یو قومندان زاهد مشهور په لقمان او د غازي اباد ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال شیرولي له ۱۶ کسانو سره وژلي.
د افغانستان د ملي امنیت اداره وایي، چې په کابل او پروان ولایتونو کې یی درې وسله وال مخالفین نیولي دي.

د دې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان په جلا جلا عملیاتو کې نیول شوي او دوی په پروان ولایت کې د ماینونو ښخولو او نورو ترهګریزو حملو په سمبالولو کې لاس درلود.

دې ادارې تردې مخکې په یوه خبر پاڼه کې ویلي وو، چې د جمعې په ورځ یې په کونړ کې د طالبانو یو قومندان زاهد مشهور په لقمان او د غازي اباد ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال شیرولي له ۱۶ کسانو سره وژلي.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.




سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdjj0o.yt0z96bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته