دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ سنبله ۱۳۹۱ ساعت ۱۳:۳۴
د مطلب کود : 47769
11 تنه وسلوال طالبان ووژل شول، 5 تنه ټپیان او 14 تنه یی د ملی پولیسو له لوری ژوندی نیول شوی دی
11 تنه وسلوال طالبان ووژل شول، 5 تنه ټپیان او 14 تنه یی د ملی پولیسو له لوری ژوندی نیول شوی دی

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملی پوځ ، ملی امنیت او ایتلافي ځواکونو د 8 ګډو چاڼیزو عملیاتو په پایله کې چې د بغلان، کندز، بدخشان، کندهار، میدان وردک، لوګر، غزنی او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یی ترسره کړل، 11 تنه وسلوال طالبان ووژل شول، 5 تنه ټپیان او 14 تنه یی ژوندي نیول شوي دي.

په یادو عملیاتو کې یوه اندازه چاودیدونکی توکی او مهمات چی یو میل پیکا، یو میل کلاشینکوف، 3 میله تفنګچی، یو پایه مخابره، دوه ډزه ډرنی مرمی، 11 ډزه سپکی وسلی ، 5 کړۍ ماینونه، دوه قبضی لاسی بمونه، 3500 کیلو ګرامه کیمیاوی توکی او 6 عدده شاژورونه شامل دی دهیواد ملی پولیسو لاسته لویدلي دي.

همدارنګه ملی پولیسو تېره ورځ 3 کړی د وسایطو ضد ماینونه چی د افغانستان د سولی او ثبات د دښمنانو لخوا د ورانکارو کړنو د ترسره کولو په موخه د هلمند ولایت په اړوندو سیمو کی ځای پر ځای شوی وو کشف او شنډ کړل.

سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcao0ny.49n0i1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته