ولسې جرګې پریکړه وکړه، چې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون له خوا هره نتیجه دې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا تصدیق او بیا دې اعلان شي.
د دې جرګې غړو نن په عمومي غونډه کې د انتخاباتو د قانون پرطرحې د بحث په جریان کې همدا راز پریکړه وکړه چې د ولسې جرګې او ولایتي شوراګانو لپاره دې هر ولایت یوه انتخاباتي حوزه وي.
د ولسې جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د ولسې جرګې پریکړه داسې اعلان کړه:
(د پینځه دیرشو سرو کارټونو په استثنا پر دې فیصله و شوه چې ولایت یوه حوزه شي.)
خو ځینې وکیلان وایی چې د ولسې جرګې له دې پریکړې سره د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون صلاحیت له مینځه ولاړ او ټول انتخاباتي صلاحیتونه د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته وسپارل شول.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)