په کندهار کې چاودنو ٩ کسان ووژل او ٦٠ ټپيان کړل. پېښه دقیقاً اووه نیمې بجې د کندهار په عینو مېنه ښارګوټي کې شوې ده.
د کندهار د امنيې قومندان جنرال عبدالرازق ازادۍ راډیو ته وویل دا دواړه موټربم چاودنې وې. د قومندان په وینا په پېښه کې د درېيو پولیسو په ګډون ۹ تنه وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان دي .
قومندان وايي د چاودنې هدف د عینو مېنې پولیس وو، خو ډېری تلفات ملکي خلکو ته رسیدلي دي.
بله خوا د کندهار د عامې روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا وايي د پېښې له ځايه مرکزي روغتون ته اته مړي او ٦٠ ټپيان وروړل شوي دي.
د پخلا په وینا په وژل شويو اتو تنو کې ۴ پولیس، څلور ملیکان او په ٦٠ ټپیانو کې ۱۱ پولیس او پاته ملکیان دي.
د پخلا په خبره د یو شمیر ټپیانو حالت نازک دى او کېداى شي د مړو شمېر زیات شي.
د پېښې عيني شاهدانو له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې دوى عینو مېنې ته د تفرېح لپاره راغلي وو او د بېرته تګ پرمهال دا پیښه وشوه.
تر اوسه چا د بريد مسووليت نه دى منلى.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)