دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ سرطان ۱۳۹۲ ساعت ۱۶:۳۵
د مطلب کود : 68879
حامد کرزي لارښوونه وکړه چې د سالنګونو د بیا رغونې چارې دې ډیر ژر پیل شي
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د اقتصاد، مالیې او فواید عامې له وزیرانو سره په کتنه کې هغوی ته لارښوونه وکړه چې ډیر ژر دې د سالنګونو د لویی لارې د بیا رغونې چارې پیل کړي.
په دغه کتنه کې چې نن سهار په ارګ کې ترسره شوه، حامدکرزي د سالنګونو د اساسي بیا رغونې په اړه د فواید عامې د وزیر د توضیحاتو له اوریدو وروسته لارښوونه وکړه چې د دغې پروژې د بشپړولو لپاره دې مالي سرچیني پیدا او ژر تر ژره دې د دغې لویې لارې د ترمیم کار په عملي ډول پیل شي.


سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf1cdv.w6dceaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته