دخپریدو نیټه :شنبه ۹ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۱۴:۰۱
د مطلب کود : 73467
تخار: د کندز د پرونۍ حملې دوه تنه پلاوونکي نیول شوي ديد
د تخار مسوولین وايي چې؛ کندز ولایت د دشتې ارچي ولسوالۍ د پرونۍ انتحاري حملې دوه تنه پلاوونکي یې نیولي دي.
د هغې انتحاري حملې په پایلې کې چې؛ د جمعې په ورځ رامنځ ته شوله د دشتي ارچې ولسوال شیخ صدرالدین سعدي په ګډون اته تنه په کې وژل شول او شپاړلس نور ټپیان شول.
د تخار د والي ویاند سلیمان مرادي نن ازادۍ راډیو ته وویل، دغه دوه تنه هغه وخت ونیول چې؛ غوښتل یې په یوه کرولا ډوله موټر کې له خواجه غار له سیمې څخه وتښتي.
ښاغلی مراد وايي، د هغه معلوماتو په اساس چې د کندز امنيتي چارواکو دوي ته ورکړي ویل کیږي چې؛ دغه دوه تنه په دشتې ارچي ولسوالۍ کې د پرونۍ انتحاري حملې پلانونکي دي.
هغه وايي چې؛ له نیول شویو کسانو څخه څېړنې روانې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcefe8f.jh8xpi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته