دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۰۹:۵۷
د مطلب کود : 74023
په کابل کې د افغانستان، پاکستان او تاجکسان ترمنځ د هنډبال سیالۍ پیل شوې
د افغانستان، پاکستان او تاجکستان تر منځ د هندبال دوستانه سیالۍ نن شنبه په کابل کې پيل شوې.
وروسته له هغې چې څو موده مخکې په کابل کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د فوټبال سیالي وشوه.
دا ښار یو ځل بیا د یوې نړیوالې سیالۍ شاهد دی چې دا ځل د افغانستان ، پاکستان او تاجکستان د هندبال ټیمونو تر منځ د لومړي ځل لپاره د دوستۍ جام په نوم د هندبال سیالۍ پيل شوي دي.
د المپیک د ملي کمیټې چارواکي وايي هیله من دي نور بهرني هیوادونه هم په دننه افغانستان کې لوبې وکړي او افغانستان هم ددې جوګه دی چې د نړیوالو لوبو کوربه شي.
د افغانستان د المپيک د ملي کمیټې سکرترجنرال جان علم حسني په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"تاسو پوهیږئ څو موده مخکې د پاکستان د فوټبال ټیم کابل ته راغی په ډېر ښه صورت باندې دغه لوبه ترسره شوه. دا ځل د هندبال فدراسیون په دې توانیدلی چې د المپیک د ملي کمیټې په نوښت باندې د هندبال لوبې په کابل کې شروع کړي، د افغانستان ، پاکستان او تاجکستان ملي ټیمونه سره لوبیږي او زه تاسو ته اطمینان درکوم چې په ډېر لږ وخت کې به افغانستان د سیف ګیم یا جنوبي آسیا سیالیو نماینده ګي وکړي."
ددې سیالیو لومړۍ لوبه د کابل منتخبه ټیم د پاکستان په وړاندې وګټله.
په دې سیالۍ کې افغان لوبغاړو په درې امتیازونو سره بریا خپله کړه او لوبه یې ۳۲ پر ۲۹ د پاکستان له ملي ټیم څخه وګټله.
د هند بال د ملي ټیم لوبغاړي هم خوښ دي چې په افغانستان کې د هندبال لوبې له رامنځته کیدو شاوخوا اویا کاله وروسته درې اړخیزې نړیوالې سیالۍ کیږي.
"میرویس بهار یم یو تن د هندبال د ملي لوبډلې د لوبغاړو نه. مونږ تر خپل توان او قدرت پورې خپله امادګی نیولې او خپله امادګي لرو دغو سیالیو ته. مونږ باید دا نړیوالو ته وښیو چې افغانستان کولای شي چې نور مملکتونه دعوت کړي او دلته ورسره لوبه وکړي دا لوبې د نور مملکتو سره په اړیکو باندې ډېر اغیز لري."
په دغو سیالیو کې لومړۍ لوبه د کابل منتخبه ټیم
پاکستاني لوبغاړي هم چې د لومړي ځل لپاره په کابل کې سیالي ترسره کوي په دې اړه داسې وايي:
ارشد پاکستانی لوبغاړی:
"زما نوم ارشد دی او مردان سره تعلق ساتم. او دلته مونږه ډېر لکه امن مونږ ته ښکاري لکه څنګه چې عامو خبرونو کې ددې ځاي په اړه رپوټونه ورکول کیږي هسې حالت نشته. دا پروګرامونه چې کیږي دا ډېر زبردست او مونږ ډېر خوند ترې اخلو."
د تاجکستان ملي لوبغاړي هم وايي له پوره چمتوالي سره دې سیالیو ته راغلي او خوښ دي چې په افغانستان کې سیالي کوي.
اخوا د افغانستان د افغانستان د هندبال فدراسیون وايي دغه سیالۍ به په نړیوال سټنډرډ وشي او داوري به یې د افغان داورانو سربېره د میلمه هیوادونو هم وکړي.
تمه دا سیالۍ چې د لیګ په سیسټم پیل شوي څلور ورځې دوام وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdsz05.yt0ox6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته