دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۲۱:۳۸
د مطلب کود : 75357
دیپلومات : استاد سیاف ځان ولسمشرۍ ته کاندیدوي

تاند- امریکايي خپرونې دیپلومات لیکلي چې د ولسي جرګې غړی استاد سیاف ځان د افغانستان ولسمشرۍ ته کاندیدوي. په همدې حال کې په کابل کې ځینې سرچینې وايي چې عبدالله عبدالله به ژر ځان کاندید کړي.
دا سرچینې وايي چې عبدالله ځان ته محقق او ارغندیوال مرستیالان غوره کړي دي.
دیپلومات په یوه راپور کې چې سرلیک یې دی:پخوانی جګړه مار ولسمشرۍ ته ځان کاندیدوي، لیکلي چې د سیاف د بري چانس (تر ښه بهتره) دی.
دې خپرونې لومړی له القاعده، افریقايي او اسیايي سخت دریځو ډلو سره د سیاف د اړیکو او په کابل کې د تنظیمي جګړو په لړ کې د وژنو یادونه کړې خو بیا یې لیکلي چې د نړۍ په دې ګوښه (افغانستان) کې دا مهمه نه ده، ده ته له دې ټولو سره سره په درنه سترګه ګوري.
دیپلومات د زلمي رسول یادونه نه ده کړې خو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزی یې د دوو نورو مطرح کاندیدانو په توګه یاد کړي دي.
په همدې منځ کې په کابل کې ځینې سرچینې وايي چې عبدالله عبدالله له عبدالهادي ارغندیوال او محمد محقق سره موافقې ته رسېدلی دی.
دې سرچینې ونه ویل چې د انتخاباتي اتحاد نور غړي لکه جنرال دوستم،عطا محمد نور او امر الله صالح له دې ترکیب سره موافق دي او که نه دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcefx8f.jh8nni6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته