دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۶:۴۷
د مطلب کود : 76316
پاکستاني طالبان: افغان طالبان زموږ سره مالي مرسته کوي
تاند- د پاکستاني طالبانو یوه ویندوی ادعا وکړه چې افغان طالبان پاکستاني طالبانو ته مالي مرسته او پناه ورکوي.
د پاکستاني طالبانو ویندوی شاهد الله شاهد دا خبره یو شمېر خبریالانو ته د شنبې په ورځ وکړه.
د شاهد دا خبره، چې افغان طالبان پاکستاني طالبانو ته پیسې ورکوي او په افغانستان کې پناه ورکوي، په دې خاطر د پام وړ ده چې پاکستان د افغان طالبانو کلک ملاتړی بلل کېږي.
پاکستاني طالبان د دغه هیواد د پوځ پرضد په قبایلي سیمو کې جنګېږي خو ویل کېږي چې د پاکستاني طالبانو په منځ کې مختلفې ډلې شته، ځینې یې د پاکستان له استخباراتي ادارو سره تار لري او د پاکستان د ګټو پرضد نه جنګېږي خو ځیني نورې بیا د پاکستان په ښارونو کې بمي بریدونه کوي.
د سیاسي چارو ځیني کتونکي پاکستان ته خبرداری ورکوي چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته ممکن د سخت دریځو ټولې ډلې د اسلام اباد پرخلاف لاسونه یو کړي. د پاکستاني طالبانو ویندوی شاهد الله شاهد په وزیرستان کې د خبریالانو یوې وړې ډلې ته وویل:«افغان طالبان زموږ وروڼه دي، په پیل کې موږ له دوی سره مرسته کوله، خو اوس دوی پیاوړي شوي، زموږ مرستې ته اړتیا نه لري، دوی اوس زموږ سره مالي مرسته کوي.»
شاهد همداراز وویل، افغان طالبان د پاکستاني طالبانو د ملاتړ لپاره زموږ لوی قومندان ملافضل الله ته په کونړ ولایت کې پناه ورکړې ده.
ملا فضل الله په ۲۰۰۹ کال د پاکستان د پوځ د عملیاتو په نتیجه کې له سواته وایستل شو.
د طالبانو ویندوی همداراز ادعا وکړه چې د افغان طالبانو په مالي مرسته پاکستاني طالبانو د پاکستان د حکومت او پوځ پرضد ګڼې حملې کړي دي.
شاهد د پاکستان له حکومت سره د سولې د خبرو په اړه وویل، دا خبرې تر هغو کامیابېدای نه شي چې د پاکستان حکومت ټول طالب بندیان خوشي نه کړي، د پاکستان پوځ له قبایلي سیمو ونه وځي او د بې پېلوټه الوتکو بریدونه ونه درول شي.
د طالبانو ویندوی له خبریالانو غوښتنه کړې چې د مرکې دقیق ځای چا ته ونه ښيي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaien0.49ni61xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته