دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ عقرب ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۳۹
د مطلب کود : 78449
په ننګرهار کې دوه تنه له ۳۰ کیلوګرامه نشه يي توکو سره نیول شوي

چارواکي وايي په ننګرهار کې دوه تنه له دیرش کیلوګرامه نشه يي توکو سره نیول شوي.
د ننګرهار امنیه قومندان فضل احمد شيرزاد نن ازادۍ راډیو ته وویل، چې ځواکونو يې دېرش کیلوګرامه تریاک، چې د ټراکټور موټر په ډیګی کې ځای پر ځای کړي وو؛ په سرخرود ولسوالۍ کې نیولي دي.
نوموړی وايي، چې د دغو نشه يي توکو په تړاو يې دوه تنه هم نیولي؛ چې د قانون منګولو ته به وسپاري.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjhxea.uqeoxz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته