دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۲۱:۴۲
د مطلب کود : 80827
هېګل وايي، له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د رول ملاتړ کوي
تاند- د امریکا دفاع وزیر چک هېګل نن په افغانستان کې امریکايي پوځیانو ته په وینا کې وویل، دی له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د رول ملاتړ کوي.
دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی لا هم له امریکا سره د امنیتي موافقې لاسلیکولو ته تیار شوی نه دی.
هېګل، چې پرون ماسپښین کابل ته راغی، نن هلمند ولایت ته سفر وکړ او هلته یې له مېشتو امریکايي پوځیانو سره وکتل.
ده له امریکايي پوځیانو سره د سوال او ځواب په غونډه کې وویل:«باور لرم چې دلته د امریکا د متحدو ایالتونو او په ايتلاف کې زموږ د شریکانو لپاره رول شته، خو دا له افغانانو سره اړه لري. که د افغانستان خلک غواړي چې دا اړیکې دوام وکړي، بیا یې موږ هم غواړو. زموږ د ماموریت نوی پړاو به د افغان ځواکونو روزنه، هغوی ته د مشورې ورکړه او د تروریزم پرضد مبارزه وي.»
هېګل پرون وویل، له کرزي سره لیدل ضروري نه ګڼي ځکه چې داسي خبره نه ده پاتې چې د امریکا له لوري د هغه تر غوږ نه وي رسول شوې.
تر چک هېګل مخکې د امریکا د ملي امنیت سلاکارې سوزن راييس، د بهرنیو چارو وزیر جان کیري او د افغانستان او پاکستان لپاره د متحدو ایالتونو خاص استازي جېمز ډابینز د امنیتي موافقې په اړه له کرزي سره مفصلې خبرې کړې وې خو کرزی لا هم پر خپل دریځ ولاړ دی، وايي چې یا دې د ده غوښتنې ومنل شي او یا دې د راتلونکي لمریز کال د حمل د میاشتې د انتخاباتو په نتیجه کې بریالی کېدونکی ولسمشر د امنیتي موافقې په اړه پرېکړه وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccm4q4.2bqxi8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته