دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۰۱:۴۲
د مطلب کود : 86830
افغانستان بنګله دېش ته په ۳۲ منډو ماتې ورکړه
تاند- پچه بنګله دېش وګټله او غوربه وګڼله چې بیټنګ افغانستان پیل کړي. افغان لوبغاړو د پنځو لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۲۵۵ منډې جوړې کړې.
د بنګله دېش په وړاندې د افغانستان د کرکټ په نننۍ مسابقه کې د اصغر ستانکزي او سمیع الله شینواري ملګرتوب سبب شو چې افغانستان بنګله دېش ته لوړ هدف یعني ۲۵۵ منډې وټاکي.
اصغر ستانکزي ۹۰ منډې جوړې کړې او سمیع الله شینواري ۸۰ منډې وکړې.
نوروز منګل ۲۴ او نجیب الله ځدراڼ ۲۱ منډې وکړې.
بنګله دېش ټولټال ۲۲ منډې جوړې کړې.
د بنګله دېش دوه لوبغاړي د لوبې په لومړي اور کې وسوځول شول خو دوه نور یې ښه کلک شوي او تراوسه پوري (۱۲ اور) یې د دغه ټیم منډې ۵۱ ته رسولي دي.
شاهپور ځدراڼ ۲، حمید حسن ۲، سمیع الله شینواري، محمد نبي۳ او میرویس اشرف هره یوه یو – یو بنګالي لوبغاړی وسوځاوه.
اصغر تانکزي ته ۲۰۰۰ ډالره او سمیع الله شینواري ته ۵۰۰۰ ډالره جایزې ورکړای شوې.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccx4q4.2bqe18j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته