دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۶:۵۰
د مطلب کود : 90955
مستغني: په انقره کې "یو ان اچ سي ار" د افغان کډوالو غوښتنې نه مني
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په ترکیې کې د یو ان اچ سي ار یا د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ دفتر ورته ویلي، چې په ترکیې افغان کډوالو ته د خدماتو مسوولیت نه لري.
په دې وروستیو کې په لسګونو افغان کډوال په انقره کې د یو ان اچ سي ار د دفتر مخې ته راټول شوي او په بهرنیو هېوادونو کې یې د پناه غوښتنه کوله.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د بېلابېلو دلایلو له مخې په ترکیه کې د یو ان اچ سي ار یا د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ دفتر د هغو افغان پناه غوښتوونکو ستونزې نه شي حل کولای چې په دې وروستیو کې په انقرې کې د دې دفتر مخې ته راټول شوي وو.
په لسګونو دغو افغان کډوالو چې د ترکیې په پایتخت انقره کې د یو ان اچ سي ار د دفتر مخې ته راټول شوي وو، غوښتل چې په نورو هېوادونو پناه ورکړل شي.
خو د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند شکیب مستغني د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې په انقره کې د یو اچ سي ار دفتر ورته ویلي چې د دریو دلایلو له مخې د افغان کډوالو غوښتنې نه شي منلای.
د مستغني په وینا یو دا چې په انقره کې د یو ان اچ سي ار د دفتر د کار ساحه سوریه، عراق او ایران دی او په انقره کې یوازې د همدې هېوادونو کډوالو ته خدمات وړاندې کوي.
ښاغلي مستغني دا هم وویل، چې هغوی ورته ویلي چې اکثره هیوادونه پر افغان کډوالو باور نه لري:
″دویم دلیل دا دی، هغه هېوادونه چې د یو ان اچ سي ار ساحوي دفتر ورته کډوال لیږي، هغوی افغان کډوال په اسانۍ نه مني، دلیل یې دا دی چې دې هیوادونو ادعا کړې چې په اکثرو مواردو د افغان کډوالوادعا ناسمه ثابته شوي وي او دا ثابته شوې چې هغوی د کډوالۍ د معیارونو له مخې ریښتیني کډوال نشي ګڼل کیدای.″
ښاغلي مستغني وویل، چې په انقره کې د یو ان اچ سي ار دفتر همداراز ویلي چې افغان کډوال کولای شي خپله د ترکیې له حکومت نه د پناه غوښتنه وکړي.
د ځینو نړېوالو رسنیو د راپورونو له مخې شاوخوا درې سوو افغان کډوالو د څو اونیو لپاره په انقره کې د یو ان اچ سي ار د دفتر مخې ته راټول شوي وو تر څو یې په ځینو هیوادونو کې د پناه اخیستو عریضې ومني.
د هغو انځورونو له مخې چې په رسنیو کې خپاره شول په دې کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل وو.
اکثره افغان کډوال چې اروپا ته ځي نو په ترکیې هم تیریږي او یا هلته تم کیږي.
په افغانستان کې ناامنۍ، بې کاري او ددې هیواد د راتلونکې په اړه اندیښنې هغه عوامل دي چې یو شمیر افغانان هڅه کوي نورو هیوادونو په خاصه توګه امریکا او اروپايي هیوادونو ته پناه یوسي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcft1d1.w6dxtaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته