دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ جوزا ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۵۸
د مطلب کود : 92423
افغان ولسمشر د پاکستان له صدراعظم نواز شریف سره د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې د کونړ پر بېلابېلو سیمو، د راکټي بریدونو په اړه د چهارشنبې په ورځ ماښام ټیلیفوني خبرې کړي او په دې اړه یې خپله اندیښنه په ډاګه کړې.
ارګ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دغو خبرو کې د پاکستان صدراعظم ویلي، د افغانستان له خاورې پاکستان ته تروریستان ور اوړي او هلته عملیات کوي، افغان جمهور رییس د دغې خبرې په ځواب کې ویلي، له کلونو راهیسې د پاکستان له خاورې افغانستان ته تروریستان راوړي، خو افغانستان هیڅکله پر ملکي خلکو راکټي بریدونه نه دي کړي.
یو شمېرکارپوهان په دې باور دي چې، د دغو راکټي بریدونو په اړه پر پاکستان ډیپلوماټیک فشارونه ګټه نه لري، ځکه چې راکټي حملې د پاکستان پوځ کوي او پوځ د ملکي حکومت په کنټرول کې نه دی.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchxknw.23niidjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته