دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۵۰
د مطلب کود : 138769
د نمایندګانو مجلس؛ د ملت خالی کور
د افغانستان عادلانه او آزادو انتخاباتو سازمان-فیفا- خپل لاسته راوړنی د نمایندګانو د مجلس د یوکلنۍ کارکرد څخه خپره کړ.
ددی نهاد په ګزارش کی راغلی دی چی د مجلس د نیم نمایندګانو څخه ډیر په عمومی جلسو کی ګډون نه لری او د هغوی د نه شتون سلنه ۵۱٪ (۱۲۰ غړی) دی. د نمایندګانو مجلس په ۱۳۹۵ کال کی، په مجموعه کی ۱۰۸ جلسی یا ناستی ترسره کړی دی.
د نمایندګانو ډیر شتون د استیضاح په ناستو کی(۶۰ سلنه) او تر لږ تعداد یی د پوښتنی او ځواب په ناستو کی(۴۰ سلنه) وو.
فیفا د مجلس اداری هیات څخه غوښتی دی تر څو د غایب نمایندګانو نوملړ په عمومی جلسه یا ناسته کی اعلان کړی او د دایمی او ډیر مدته غاییبینو په اړه جدی تصمیم ونیسی.
د فیفا د معلوماتو په اساس، د نمایندګانو د مجلس داخلی وظایفو اصولو په مطابق، د غیری مسلسل او غیری موجه غیری حاضری په صورت کی، د غیری حاضرینو نوملړ باید د مجلس په ویب پاڼه کی خپره سی، د میاشتنیو حقوقو څخه یی لږ سی او د مسلسل غیری حاضری په صورت کی، د موجه عذر بغیره د دری میاشتو څخه ډیر، د نماینده غړیتوب تعلیق ته ولاړ سی.
د نمایندګانو مجلس داخلی دندو اصولو ته په کتو سره، د مجلس اکثرو نمایندګانو د لوړ مدته غیبت څخه د مخنیوی لپاره موثر او ګټه ور مکانیزم، وړاندوینه سوی دی؛ خو تراوسه یو یا دوه څخه یی ډیر په کامله توګه نه دی عملیاتی سوی. دا په داسی حال کی دی چی د نمایندګانو اکثره غړو غیبت، همدارنګه ادامه پیدا کړی او د مجلس ډیر غړی، خپل دندی او تکلیف او دینی مسئولیت ته په نه کتو سره چی دین او یا قانون، د نمایندګی سوګندنامه او د خلګو د اعتماد رای د هغوی پر اوږو باندی ایښی دی، د مجلس ورځنۍ ناستو د حضور څخه، امتناع کوی.
په هغو کسانو کی چی په لوړ مدته توګه او په غیری موجه توګه په ناستو کی ګډون نه کوی، پیژندل سوی څیری هم شتون لری او دا شکاره کوی چی قانون ماتونه، د نمایندګی د سوګندنامی نقض او خلګو او موکلانو ته بی احترامی، یواځی په څو محدود او ناپیژندل سوی او ګمنامه نمایندګانو پوری اړه نه لری؛ بلکه ډیرۍ نمایندګان، نسبت دی امر ته بی اعتنا دی او لږ احترام او اعتنا هم قانون او خلګو رای ته نه لری.
په دی منځ کی، د مجلس اداری هیات هم د ارادی د نه درلودلو او مدریت ضعیفوالی له امله، تر اوسه نه دی توانیدلی ددی نهاد داخلی دندو اصولو په ګټه اخیستنی سره، قانون ماتوونکی نمایندګان خپل دندی او اعتنا او قانون ته احترام کولو باندی مجبور کړی.
دا ټوله عوامل د کارپوهانو په باور، د نمایندګانو د مجلس څخه د دولت د اصلی ضلعی په حیث، په غیری جبرانی توګه د شان او اعتبار څخه یی لږ کړی دی او د هغه ځای ددوو نورو قوو په منځ کی په شدت سره تقلیل او زیان لیدلی دی.
همدا وضعیت، سبب سوی دی چی حکومت حتی هغه وخت چی نمایندګانو مجلس، د خپل قانونی دندی څخه د وزیرانو د سلب صلاحیت او استیضاح په برخه کی ګټه اخلی، دی تصمیم ته تمکین نه کوی او په نتیجه کی، اساسا د نمایندګانو مجلس په نوم نهاد شتون څخه سترګی پټوی.
داسی لید لمن په دا آخیرو کلو کی په دومره اندازی سره پراختیا پیدا کړی دی چی حکومتی غړی او وزیران حتی د نمایندګانو مجلس ځواب ویلو ناستو ته په بی رغبتی سره او په تاخیر سره حضور پیدا کوی اویا په ځینو برخو کی اصولآ نه حاضریږی.
له بلی خوا، د نمایندګانو مجلس پیژندل سوی او نامداره نمایندګانو شرم آور او ناموجه لوړ مدته غیبتونه، ددی سبب سوی دی تر څو مجلس خپل اصلی ځایګاه د ملت د کور په نامه له لاسه ورکړی او خلګ هم بی اعتنا دی ته چی وکیلان او نمایندګان یی په مجلس کی حضور لری او مجلس د ملت کور دی، ددی نهاد غړو ته د رجوع څخه، امتناع کوی او هیڅ احترام هغه ته نه کوی.
بل ناهیله کوونکی نکته دادی چی حکومت هم ظاهرآ د اوسنی وضعیت څخه راضی دی؛ ځکه چی یو ضعیف مجلس، فاقد اقتدار، فاقد نفوذ،فاقد احترام او د ملی اعتبار څخه د یو مقتدر، مصمم، د ارادی درلودونکی، برنامه درلودونکی، فعال او هر وخت حاضر او ناظر مجلس څخه ګټور بولی.
دا عمل یو وخت په دومره اندازی سره پررنګ وی چی د ځینو ناظرانو په باور، په ځینو مواقعو کی، د دولت دننی څخه لاسونه، د مجلس د ځایګاه په ضعیف کولو او تخریب کی په شکاره ډول سره لاس درلودلی دی چی د وکیلانو او زیرانو د سلب اعتماد ته تمکین او اعتنا نه کول هم په همدی چارچوکاټ کی د ازموینی وړ دی؛ ځکه د حکومت د مقصدونو څخه یو د وزیرانو سلب صلاحیت قضیی ارجاع و ستری محکمی ته، هغه صراحت دی چی اساسی قانون په دی برخه کی لری، همدا کار بلل کیږی.  
https://avapress.com/vdcjmoevhuqetaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته