دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۰۲
د مطلب کود : 141023
دمسکو ناسته او د افغانستان لیک و طالبانو ته
د افغانستان د سولی په اړه د مسکو په ناسته کی، ډیر مختلف نظریی ددی خبرو اترو و نتیجه ته رسیدلو او نه رسیدلو په اړه مطرح سوی دی چی د ملی وحدت حکومت موضوع ددی موضوع ګانو په سر کی قرار لری.
د افغان غږ خبری آژانس د خبر له مخی، شکیب مستغنی؛ د خارجه چارو ویاند وایی چی د مسکو په ناسته کی طالبانو ته پیغام ورکړل سوی دی چی د جنګ له لاری خپلو اهدافو ته نه سی رسیدلای.
هغه وویل چی په دی ناسته کی د شرکت کوونکو هیوادونو څخه هم غوښتل سوی دی چی د هراس افګنانو امن پناه ګاوی او لانی باید تر هدف لاندی قرار ونیول سی او د تروریستی ډلو په منځ کی کوم توپیر ونه کړی.
په همدی حال کی، د اجراییه ریاست وایی چی هیله مند دی دا ناسته، افغانستان وسولی ته رسیدو لپاره مرسته وکړی.
جاوید فیصل؛ د اجراییه ریاست ویاند معاون، وویل؛ د افغانستان حکومت غواړی چی د تروریزم لپاره یو سیمه ایز همګرایی رامنځته سی او د افغانستان د سولی و پروسی سره مرسته وکړی.
ددی څخه مخکی مسکو دداسی ناستو دوه ځلی کوربه وو؛ خو دا ځل حکومت هیله مند دی چی دا ناسته طالبانو و سولی ته هڅولوسره به مرسته وکړی.
حکومت وایی چی چی تراوسه په دی ناسته کی شرکت کوونکی هیاتی سطحه نه دی مشخص سوی.
په دی ناسته کی، د ۱۱ هیوادونو نمایندګان د چین، پاکستان، ایران، هند او نور پنځه میانه آسیا هیوادونه به شرکت وکړی.
په دی ترتیب سره، د پوهانو په باور، د مسکو ناسته د کابل دیپلماسی نګاه څخهګ، د سولی د همیشنۍ والی لپاره دوهم چانس دی؛ هغه نظریی او همیشنۍ والی چی مخکی ډیر پر ټینګار سوی دی؛ خو هغه څه چی باید سوی وای نه دی سوی.
په دی منځ کی، کوم توپیر نه کوی چی کابل د مسکو ناستی په کوم سطحه کی قرار ولری؛ هغه څه چی د ارزښت وړ دی دادی چی د افغانستان حالت ته په کتو سره داسی وړاندوینه نه کیږی چی د مسکو په ناسته کی، د افغانستان سولی او جنګ پروسه کی نوی څه رامنځته سی.
البته دا وړاندوینه نور نشانی هم لری چی هغه تقویتوی. طالبانو ته د مسکو مثبت تګلوری، د پاکستان او روسیی نږدیوالی، د مسکو او کابل په اړیکو کی د تنشونو ډیروالی د طالبانو او روسیی اړیکو پر سر، د امریکا ډډه کول د مسکو په ناسته کی په شرکت کولو او همدارنګه د طالبانو د نمایندی نه شتون په دی ناسته کی، د هغه نشانو او علامو څخه دی چی کابل هیله د مسکو ناستی څخه کموی.
طالبانو ته روسیی مثبت نظر ددی په معنی دی چی د کابل او مسکو عمل نسبت دی ډلی ته، سخت راهبردی توپیرونه لری او همدا کار، د مسکو روند د بریالی توب پرلاره باندی د جدی موانعو څخه دی.
روسیه طالبانو ته د داعش او آمریکا پراخوالی او توسعه غوښتنی په وړاندی د یو ښه وسیلی په توګه نظر لری؛ دا په داسی حال کی دی چی کابل داسی نظر نه لری او طالبان د پاکستان پیاده نظام او د داعش څخه خطرناکه بولی او آمریکا ته هم خپل یواځنۍ ملګری په شکل ګوری.
د پاکستان او روسیی نږدیوالی هم د روسیی او طالبانو نږدیوالی په مقصد صورت نیسی او دهغه آخرنۍ مقصد، د افغانستان په اړه د مسکو امنیتی راهبردونه او نقشی عملی کول دی.
افغانستان په شکاره ډول سره د پاکستان او روسیی د نږدیوالیتوب سره مخالف دی او دی اړیکی ته په بد نظر ګوری؛ بالخصوص په داسی وخت کی چی اخیر کی ویل سوی دی چی روسیی نظامی هیات د پاکستانی نظامی درجه وو ترڅنګ لیدل سوی دی.
د کابل او مسکو په اړیکو کی د تنشونو ډیروالی چی په ډیرو کلو کی بی څارۍ وو، یو بل مانع دی چی د تحلیلګرانو په باور، ددی دوو هیوادونو هملوریتوب و طالبانو سره او تروریزم سره په افغانستان کی غیری ممکنه کوی. د کابل تاثیر قبلونه د واشنګتن بد ګمانی او شک لرونکی نظر څخه نسبت د مسکو او طالبانو اړیکو ته هم د کابل او مسکو اړیکو تنشونوته پراختیا ورکوی.
د مسکو په ناسته کی د آمریکا شرکت نه کول، د روسیی د دعوت پر سر هم ددی ناستی مثبت لاسته راوړنی تاریکه کوی؛ ځکه د پوهانو په باور، د آمریکا نه شتون په دی ناسته کی، د نړي دوو ابر قدرتونو بنیادی او سخت  نظرونو اختلاف په افغانستان کی د تروریزم او طالبانو سره سولی او جنګ پر سر دی او همدا امر زموږ هیواد کی د تروریزم سره حقیقتی مبارزی اصلی خنډ دی.
په دی منځ کی، د کابل مهم هیله د مسکو ناستی څخه یعنی د طالبانو نمایندګانو سره مخامخ خبری کول هم په دی ناسته کی معلوم نه دی، ترسره سی؛ ځکه چی ویل کیږی چی په دی ناسته کی به د طالبانو نماینده حضور ونه لری.
بنا پردی، د مسکو ناسته بیله دی چی طالبانو ته تکراری پیغام ولری، وړاندوینه نه کیږی چی سولی او ثبات ته بل نوی څه ولری.
https://avapress.com/vdcgxq9qwak9tz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته