دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۳۳
د مطلب کود : 142183
امنیتی ځواکونه؛ لوړ تلفات، کښته ظرفیت
د امریکا څیړنی خاصه اداره د افغانستان بیاجوړونی لپاره د سیګار په نامه اعلان کړی دی چی د افغانستان امنیتی ځواکونو تلفات په جاری میلادی کال کی په ډیر تکان ورکوونکی توګه لوړ تللی دی.
ددی نهاد په تازه ګزارش کی راغلی دی چی امنیتی ځواکونه د تروریزم سره په جنګ کی، دسږ کال ۶ اونیو کی ۸۰۷ کسه وژل سوی دی.
په دی ګزارش کی راغلی دی چی د غیری نظامی کسانو تلفات په افغانستان کی په ۲۰۱۶ کال هم په لوړ حد کی د ۲۰۰۹ راهیسی وو.
دا ګزارش ګزارش د بلخ شاهین ۲۰۹ قول اردو ۱۳۵ کشو وژل سوو څخه کوم یادونه نه دی کړۍ.
دا نهاد زیاته کړی دی چی د افغانستان پولیسو او ځواک ظرفیت کموالی او تلفاتو ډیروالی د اثرګزاری د کموالی لامل هم ګرځیدلی دی.
په دی ګزارش کی د افغانستان خاصو ځواکونو څخه قدردانی سوی چی پر جمعیته سیمو کی د طالبانو مخه نیولی دی.
ددی نهاد تیر کال په ګزارش کی راغلی وو چی د ۱۳۹۴ کال جدی ۱۱ څخه تر ۱۳۹۵ عقرب ۲۲ پوری، ۶۷۸۵ کسه د افغانستان امنیتی ځواکونو څخه وژل سوی او ۱۱۷۷۷ تنه نور ټپیان سوی دی.
هغه آمار چی د سیګار په تازه ګزارشونو کی د امنیتی ځواکونو تلفاتو په اړه د سږ کال ۴۵ ورځو کی ارائه سوی دی، د امنیتی مسایلو ناظرانو په باور ډیر هولناک او تکان ورکوونکی دی او شکاره کوی چی امنیتی ځواکونو حالت د مسلح تروریستانو په وړاندی، په شدت سره زیان منونکی دی او د یو یو لوړ فاجعه د واقع کیدو څخه مخکی باید یو کار ترسره سی.
پوهان وایی چی د تلفاتو دا میزان حتی د مجهز او زده کړه ورکړل سوی ځواکونو ته چی لوړ او لوی پشتوانی او امنیتی راهبردی څخه برخمن دی، هم بیروونکی او خرابوونکی دی؛ دا په داسی حال کی دی چی د افغانستان امنیتی ځواکونه د نړۍ نورو ځواکونو ته په مقایسی سره حتی د ګاونډیو ځواکونو مقایسی سره، ډیر کښته ظرفیت لری؛ هغه څه چی د سیګار په ګزارش کی هم په ښه توګه ورته اشاره سوی دی.
د سیګار تکان ورکوونکی ګزارش د امنیتی ځواکونو هولناک تلفاتو آمارو څخه یواځی په ۶ اوونیو کی، د امنیتی مسایلو ناظرانو په باور، یو ځل بیا دا هشدار څخه یادوونه کوی چی لوړ تلفات او د ظرفیتونو کښته والی په امنیتی ځواکونو کی، دوه مهم لاملونه دی چی د امنیتی ځواکونو د پرمختګ مخه د بین المللی تروریزم په وړاندی نیسی.
په دی ګزارش کی په عینی حال کی، دی مسالی ته هم اشاره سوی دی چی د ۹۸ ډلو څخه چی د امریکا دولت په نظر به نړۍ کی تروریستی ډلی حسابیږی، ۲۰ ډله یی یواځی په افغانستان کی فعال دی او دهیواد امنیتی ځواکونو په وړاندی جنګیږی. که څه هم د پوهانو په باور، د امریکا معیار د تروریستی ډلو لپاره په ټولو مواردو کی صادقانه او د حقیقت سره یوشان نه دی؛ خو کوم شک شتون نه لری چی ټول ۲۰ تروریستی ډلی چی په افغانستان کی فعال دی، غیری مشروع او د منځه وړنی وړ دی؛ هغه څه چی د افغانستان امنیتی ځواکونو اوسنۍ توان او ظرفیت څخه لوړ دی او د هغوی تلفات د تروریزم په وړاندی په تکان ورکوونکی توګه ډیروی.
کارپوهان وایی چی یو بل مهم عوامل چی د امنیتی ځواکونو د تلفاتو د ډیریدو لامل ګرځی، دادی چی دا ځواکونه په یواځی توګه په خرابو شرایطو کی د ټوله نړۍ په نه شتون د تروریزم سره مبارزی مقدم صف کی قرار لری.
د مثال په توګه، امریکا د افغانستان دولت له نظره د افغانستان لوی استراتژیک ملګرۍ د تروریزم سره مبارزه کی بلل کیږی او دهغه پیمانونو په اساس چی دواړه لوری یی امضا کړی دی، د تروریزم په وړاندی د امنیتی ځواکونو د پیاوړۍ کولو او تجهیزولو کی ملزم دی؛ خو همدا لوی استراتژیک ملګرۍ عملا افغانستان ځواک ته درانده تجهیزاتو ورکولو او هوایی ځواک ته، څخه امتناع یا ډډه کوی او په دی ترتیب، خواسته یا ناخواسته ددی ځواکونو د تلفاتو ډیریدو او ظرفیتونو کښته پاته کیدو لامل ګرځی.
له بل لوری، د تروریزم په وړاندی ضد ائتلاف د امریکا په مشری، د تروریزم او تروریستی ډلو ملاتړ کوونکو رژیمونو سره هم په جدی توګه مبارزه نه کوی او دا هم له بل لاملونو څخه دی چی د تلفاتو ډیریدو او ظرفیت کښته کیدو لامل ګرځی.
https://avapress.com/vdcevw8zxjh8ezi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته