دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۰۰:۰۲
د مطلب کود : 150567
سیاسی حل لاره؛ د یو ماته خوړلۍ تجربی بیا آزموینه

 د سازمان ملل سیاسی نماینده د افغانستان په چارو کی ویلی چی په هیواد کی د سولی تامین لپاره د سیاسی حل لاری لپاره علاقمندی ډیر سوی دی.

تادامیچی یاماموتو؛ په افغانستان کی د سازمان ملل دبیر کل خاص استول سوی وویل: زه باور لرم چی افغانستان قضیه سیاسی حل لاره لری.

هغه زیاته کړی چی که تراوسه هم ډیر مشکلات مخته دی؛ خو موږ باید اجازه ورنه کړو چی نوی جنګ بیله سولی خبرواترو مخته پراختیا څخه شروع سی.

هغه ټینګار وکړ چی که داسی حل لاره مخته ونه نیول سی، فرصتونه به له لاسه ولاړ سی، په زرهاوو کسان به ووژل سی او ډیر مالی لګښتونه به بی ځایه سی.

ښاغلی یاماموتو د سیمه ایز هیوادونو څخه غوښتی دی چی راهبردونه، استراتژیک ګټی او خپل هڅی د سیاسی حل لاری پروسی لپاره د افغانانو په مدیریت باندی په افغانستان کی جنګ پای ته رسولو لپاره هماهنګ کړی.

هغه په عین حال کی په افغانستان کی د شمال او ختیځ سیمو کی د داعش فعالیتونو ډیریدو ته په اشاره سره ددی هیواد امنیتی وضعیت خراب وبلل او اندیښنی وړ وبلل.

دا اظهارات په داسی حال کی صورت نیسی چی په حاضر حال کی هیڅ سیاسی حل لاره د دولت او مسلح مخالفانو ترمنځ جریان نه لری.

د طالبانو مخ اړول د کابل دولت سره مذاکراتو لپاره له یو خوا او افغانستان او پاکستان اړیکو کی ورځ په ورځ ډیریدونکی مشکلات له بل لوری، د سولی پروسه په عملی توګه دریدلی دی او د افغانستان دولت هم هیڅ نوی برنامه ورته نه لری. په دی حساب سره، د سازمان ملل نمایندی دا موضع ګیری په اوسنۍ شرایطو کی، ډیر غریب او د درک نه وتلی دی.

دا اظهارات په داسی حالت کی صورت نیسی چی د ډیرو کارپوهانو په باور، د دولت او وسله والو ترمنځ د سیاسی سولی تجربه ډیر وخت راهیسی د ماتی سره مخ سوی دی.

منتقدان وایی چی دولت په دی برخه کی، میلیونونه ډالره لګښت کړی دی؛ خو یواځنۍ څیز چی لاسته راوړه، په جنګونو کی د تروریستانو تشجیع، تاوتریخوالی او امنیتی ځواکونو باندی ډیر فشارونه او همدارنګه د افغانستان پرخلګو باندی فشارونه وو.

له دی لید څخه، د سولی هڅې، معکوس نتیجی لری؛ ځکه ددی پرځای چی د سولی او ثبات رامنځته کولو لپاره مرسته وکړی، د تروریستانو له لوری او دهغه ملاتړ کوونکو له لوری د دولت پردرماندګی او ناتوانی باندی ډیر سوی دی او په دی ترتیب سره هغوی جنګ ته نور هم تحریک سوی دی.

دا تحلیل ته په کتو سره، د تادامیچی یاماموتو تازه اظهارات، مخکی له دی چی په افغانستان کی د واقعیتونو کی ریشه ولری، په افغانستان کی د سازمان ملل نمایندګی دفتر له لوری وضعیت څخه سم نه اخذ ښودونکی دی.

کارپوهان په دی باور دی چی سیاسی حل لاره، بیله نظامی قدرت اعمال پر تروریستانو باندی چی جنګ او تاوتریخوالی د سولی پرځای خوښوی، یو ماته خوړلی تجربه دی او د هغه ادامه په راتلونکی کی به د ماتی سره مخ وی.

یواځی په دی صورت کی دی چی دا هیله پیدا کیږی چی تروریستان د مخامخ جنګ کی ماته خوړلو سره یو سیاسی حل لاری ته ځان ورکولو باندی مجبوریږی. هغه پيښی په شان چی ګلبدین حکمتیار اسلامی ګوند ته پیښه شوه نو همدا څه باید طالبانو ته هم پیښه سی.

له بل لوری، حتی که د ښاغلی یاماموتو سیاسی حل لاره د طالبانو په اړه، ګټه مند واقع سی، د داعش او نورو تروریستی خارجی ډلو لپاره بیله نظامی زور هیڅ چاره نشته.

https://avapress.com/vdcjmyevauqeiiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته