دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۵
د مطلب کود : 193322
باید امریکا سیاستوالو باندی باور ونه شی!
د ۲۰۰۱ میلادی کال سپتمبر ۱۱ برید وروسته چی د القاعده له لوری سازماندهی شوی وو، امریکا دولتی چارواکې تصمیم ونیول چی تروریستی ډلې د طالبانو په شمول له منځه یوسی؛ ځکه په هغه وخت کې القاعده رهبر، اسامه بن لادن په افغانستان کې ژوند کول او امریکایان د القاعده له منځه وړلو په بهانه افغانستان خاوری ته ننوتل.
امریکایانو شعار افغانستان ته راتلو په وخت کې د تروریستی ډلو لکه طالبانو پوره له منځه وړل وو، خو په افغانستان کې د ۱۸ کالو څخه ډیر د امریکا حضور سربیره، نه یواځي داچی تروریستی ډلې له منځه نه دی تللی، بلکه د ځینی سیمه ییز هیوادونو له لوری پیاوړۍ شوی هم دی. امریکایان دا ښه پوهیږی چی د تروریستانو اصلی لانی په کوم هیواد کې دی، ځکه چی ګټي یی په افغانستان کې جګړه سره نښتی دی، تروریسم ملاتړ هیوادونو باندی فشار نه واردوی.
په څنګ کې، امریکایان کولای شی په کمه مده کې د دوو کالو، تروریستی ډلې په ټول افغانستان کې له منځه یوسی، ددی لپاره چی ددی هیواد نظامی ځواکونه مدرن امکانات لری، خو د ۱۸ کالو څخه ډیر مده کې د بېلابیلو لارو څخه ونه توانیدل چی تروریستی ډلې په پوره توګه له منځه یوسی.
همدارنګه هغه کسان چی په تیرو ۱۸ کالو کې د افغانستان حکومت په راس کې قرار درلود، خپل شخصی ګټو لپاره د امریکا په وړاندی غږ پورته نه کړ ترڅو افغانستان خلګ په آرامه ژوند ونه وکړی.
غربی رسنۍ هم د امریکایی ځواکونو څخه ملاتړ او افغانستان خلګو اذهانو اغفال لپاره، ددی ځواکونو غیری قانونی کارونه پټ او محدود کارونه یی برجسته کوی او شکاره کوی یی؛ په داسی حال کې چی امریکایی ځواکونو په سلهاوو هوایی عملیاتونه په افغانستان کې زرهاوو نظامی او غیری نظامیانو تلفاتو لامل شو.
اوس چی امریکایان افغانستان د سیمه ییز هیوادونو رقابت ډګر باندی بدل کړی دی او افغانستان خلګ امریکا اقتصادی او نظامی همکاریو او ملاتړ ته اړتیا لری، دونالد ترامپ هیواد ټولو تعهداتو په بی اعتنایی سره غواړی خپل ځواکونه د افغانستان څخه وباسی.
باید وویل شی چی امریکا هیڅ وخت د افغانستان لپاره یو ښه استراتژيک ملګرۍ نه دی پآته شوی؛ ځکه خپل هیڅ تعهد باندی پایبند نه دی پاته شوی؛ له دی مخې باید امریکایی سیاستوالو باندی باور ونه شی. تجربه شکاره کړی دی چی امریکا سیاستوال یواځي خپل ګټو په لټه دی او هیڅ تعهد باندی پایبندی نه شکاره کوی.
 
https://avapress.com/vdcf0mdy0w6d1ma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته