دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۲۴
د مطلب کود : 152341
بیګانګانو حضور؛ په افغانستان کی د سولی اصلی خنډ

 

 

قرار دادی چی یو بین المللی سازمان، چی نوم یی تراوسه نه دی فاش سوی، په راتلونکی میلادی میاشت کی د افغانستان سیاسی څیرو او طالبانو ترمنځ په دوبی، عربی متحده اماراتو یو ښار کی، کوربه وی.

په دی ناسته کی نور الحق احدی د افغانستان نوین جبهی مشر، سید احمد ګیلانی افغانستان ملی همبستګی غورځنګ ګوند مشر، مولوی سید اکبر آغا طالبانو یو پخوانۍ مقام، عمر داوودزی افغانستان حراست او ثبات شورا ارشد غړۍ، ضیاءالحق امرخیل د افغانستان انتخاباتوږ مستقل کمیسیون اداری پخوانۍ مشر او څو نور تنه چی نومونه یی نه معلوم سوی، ګډون وکړی.

په دی ناسته کی د قطر څخه د طالبانو دفتر په نمایندګی ددی دلی اته تنه سران ګډون کوی، خو د افغانستان حکومت او افغانستان سولی عالی شورا په نمایندګی څوک دا ناسته کی ګډون نه کوی.

ضیاالحق امیر خیل، ددی ناستی یو ګډون کوونکو څخه وویل چی طالبان د اساسی قانون ځینی مادو بدلون، د انتخاباتو رامنځته کیدو بدلون او افغانستان څخه خارجی ځواکونو وتلو غوښتونکی دی.

په هیواد کی د سلوی رامنځته کولو لپآره د ځینی سیاسی رجالونو او ګوندونو هڅه، ډیر ښه دی او د هغه ګوندونو او سیاسی تشکیلاتو زړه سوی شکاره کوونکی دی.

د هیواد وضعیت په داسی اندازی سره پیچلی دی چی د هر ګوند او هر نهاد هڅی ته اړتیا لری او کله چی دا ګوندونه او مشران پیدا سی ددی مشکلاتو د رفع کولو لپاره کار وکړی باید هغوی تشویق سی.

د یاد ناستی په اړه هم باید وویل سی چی ددی ناستو او لیدنو اصل د افغانستان خلګو مشکلاتو حلولو لپاره وی، ډیر ښه، لازم او تشویق وړ دی او هیواد خلګو ته دا هیله ورکوی چی تراوسه داسی کسان سته چی فرصت طلبی نه بغیر، د وطن او خلګو دغدغی لری او غواړی هیواد لپاره خپل انرژی او امکاناتو څخه ګټه واخلی او دا هیواد او خلګو ته خدمت وکړی.

له بل لوری پوهیږو چی دا خیر نیت شتون یواځی کافی نه دی او ترڅنګ یی باید د سولی او ثبات او امنیت رامنځته کونه په افغانستان کی لازم او ضروری دی.

د پوهانو او صاحب نظرانو په باور، یو د هغه څیزونو څخه په افغانستان کی د سولی او ثبات ظرفیت زمینه دی چی مخکی باید ارزونه وسی چی داسی ظرفیت او زمینه په افغانستان کی امنیت او ثبات رامنځته کولو لپاره سته که نه په اساس کی داسی زمینه په هیواد کی نه دی رامنځته سوی او ځینی ګوندونه او نهادونه او مشران یی ددی شکاره حقیقت پوهیدو سربیره د خاصو مقصدونو لپاره د نړیوالو او خیریه سازمانونو او سوله غوښتونکی سازمانونو توجه جلبولو لپاره دا هڅو ته اقدام کوی.

په هر حال کی، هغه څه چی تر توجه لاندی راځی، د ډیرو پوهانو نظر افغانستان کی سولی او ثبات رامنځته کولو ظرفیت په اړه دی او هغه نظر دادی چی په افغانستان کی د خارجی ځواکونو بالخصوص آمریکا شتون او ددی هیواد څخه د هغوی وتلو وخت معلومی، په افغانستان کی راتلونکی حداقل لسو کلونو لپاره د سولی رامنځته کونه غیری ممکن کړی دی.

د پوهانو په باور، د طالبانو شرطونه افغانستان څخه خارجی ځواکونو وتلو لپاره، یواځی د سکی یو مخ دی او ددی سکی بل مخ، په افغانستان کی د استعماری ځواکونو سوله نه غوښتنه ده.

بنا پردی، د افغانستان په قضیه کی دواړه لوری آمریکایان او هغوی متحدان او طالبان او ملاتړ کوونکی یی، هیڅ یو د یو امن افغانستان غوښتونکی نه دی؛ ترڅو دداسی ناستو رامنځته کولو لپاره زړه خوشحاله کړو.

https://avapress.com/vdcba5b88rhbsfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته