دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۲۲:۰۸
د مطلب کود : 152999
تهاجمی تګلاره، په هر جنګ کی د بریالیتوب شرط
ولسمشر د هیواد محکمو دوه ورځنې ناستې په آخر په ارګ ماڼۍ کی وویل: په افغانستان کی د سولی تامین د عدالت په تامین پوری تړلی دی او په همدی اساس، هغه د عدلی او قضایی نهادونو څخه ملاتړ کوی. ښاغلی غنی خپل خبرو په بل برخه کی، په افغانستان کی د جنګ وضعیت په اړه وویل او ټینګار وکړ چی راتلونکی کال، د افغانستان امنیتی ځواکونو دفاعی وضعیت په تهاجمی حالت باندی بدلون مومی. هغه په دی اړه وویل: موږ په تحمیل سوی دفاعی جنګ کی قرار لرو او باید دفاع وکړو. موږ به راتلونکی کال تهاجمی حالت ولرو او زموږ امنیتی ځواکونو ددی کار لپاره آماده دی. له بل لوری، ښاغلی غنی غیری مسئول وسله لرونکو کسان ته اخطار ورکړ چی هغوی به په قفس کی واچوی. کلونه کیږی چی د هیواد زړه سواند پوهان ږغونه پورته کړی دی چی زموږ نظامی ځواکونه باید د دفاعی حالت څخه ووځی او تهاجمی حالت ځانته غوره کړی. ددی تګلاری او رویکرد بدلون به د دولتی ځواکونو بریالیتوب چانس د جنګ په ډګر کی ډیر کړی او که په جنګ کی خودی جبهه بریالیتوب تضمین نه کړی، قطعآ په ډیره اندازه به د جنګ چریان د هیواد رزمی ځواکونو په ګټه بدلون ومومی. هغه څه چی د هیواد ولسمشر ورڅخه خبری کوی، یو نوی خبره د هغه خولي څخه دی او که دا خبره د خبرو څخه عمل ته واوړی، په جرئت سره ویلای سو چی د دشمنانو په وړاندی به یو موثر او کارآمد پالیسی وی. دا چی کوم دلیلونه ددی لامل سوی دی چی ولسمشر اوس دا نتیجی ته ورسیږی چی نور کلونه مخکی ورته رسیدلی وو، ډیر ارزښت نه لری او ارزښتناکه خبره په دی خبری باندی عمل کول دی چی کولای سی د جنګ په ډګر کی د هیواد امنیتی ځواکونو په ګټه تمام سی. د پوهانو په باور، که ولسمشر خپل ادعا کی صادقه وی او په حقیقت کی توانیدلی وی چی د دشمن پنځم ستون ځواکونو سترګو څخه چی د ارګ ماڼۍ په هر ځای کی حضور لری، تیر سوی وی او د هغوی کمند څخه راوتلی وی، دا د ولسمشر له لوری یو پرځای او ایده آل تګلاره کیدلای سی په حساب راسی او له بل لوری دا روش به ددی لامل سی چی افغانستان دولت او په راس کی یی دفاع وزارت او مسلح ځواکونه او د ټولو څخه مخکی خپله ولسمشر د هیواد امنیتی ځواکونو څخه ښه ګټه اخیستنی کارنامه په تاریخ کی ثبت کړی. یاد روش او تګلاره کی د هیواد امنیتی ځواکونه څو مثبت بدلون سره مخامخ کیږی چی ورته اشاره کوو: ۱: لمړۍ اغیزه یی په خودی ځواکونو کی لیدل کیږی. هغږی د دشمنانو په وړاندی په ښه هیلې او انګیزی سره جنګیږی او لااقل دی ته به صبر ونه کړی چی دشمن هغوی نفوذ لاندی سیمو باندی تیرۍ وکړی. ۲: مسلح دشمنان هم دی نتیجی ته رسیږی چی افغانستان دولت جنګ هغوی سره جدی دی او د افغانستان نظام دننه پنځم ستون ځواکونو فعالیتونو څخه ناهیلی کیدو سره به خپل جنګی روحیه له لاسه ورکړی. ۳: مسلح خارجی ملاتړ کوونکی هم پوه کیږی او د افغانستان نظامی ځواکونو جنګ جدی نیسی او هغوی اراده لااقل د افغانستان په مسائلو کی لاسوهنه کی، پررنګتره کیږی. ۴: امنیتی ځواکونو په اردو او پولیسو او نورو امنیتی نهادونو کی پر دولت باندی د هغوی باور ډیریږی او هغوی له لوری خلګ هم حکومت او دولت باندی باور ډیروی. ۵: په نتیجه کی د افغانستان ملت به خپل سرانو باندی باور ورکړی؛ هغه څه چی تراوسه د هغه شاهد نه یو پاته سوی او دا هغه هڅه نه دی چی زموږ دولتمردان په تاسف سره د هغه څخه تیر سوی دیی او نتیجه یی هم لیدلی دی؛ ځکه چی خپل ملت زړه کی هیڅ محبت او باور ځانته نه لری او دا ډیر بد حالت دی چی دولت سران او چارواکی یی تصور کولای سی. په هر حال، د ولسمشر تازه تصمیم، که یو شعار نه وی، ډیر پرځای او لازمی تصمیم دی چی باید په نیک فعال سره ونیول سی او باید دا تصمیم ډیر مخکی له دی څخه نیول سوی وای؛ ترڅو ددومره تلفاتو مخنیوی کیدلای.
https://avapress.com/vdcaoun6o49nmo1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته