دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۰۰:۰۵
د مطلب کود : 155738
تبیان؛ ګوند که کلتوری مرکز؟



کلتوری تروریستان چی په پراخ توګه په رسنیزه شبکو کی حضور او نفوذ لری، هغه وخت چی همسنګران یی په کابل کی د تبیان کلتوری-ټولنیز فعالیتونو مرکز او افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) پر مرکز باندی تروریستی برید ترسره کړه، مستمرآ هڅه کوی چی بی بنیاد او انحرافی تشکیکونو په رامنځته کولو سره، عمومی افکار د جنایت د اصل څخه منحرف کړی او کذب او باطل لورو ته یوسی چی یواځنۍ مقصد یی، د هغه جنایتونو توجیه او ملاتړ دی چی تکفیری تروریزم په افغانستان کی ترسره کوی.
طلوع صهیونیستی مبتذل تلویزیون، د پيښې د همغه لمړۍ ورځې څخه د عمومی افکار د منحرفو په لټه کی دی.
دا منحط رسنۍ چی حتی د رسنیو اخلاقی اصولو باندی هم متعهد نه دی، په یو ناځوانمردانه توګه، پوه توګه هغه زخم ته نور هم مالګه اچوی چی داعش رامنځته کړی دی.
دا رسنۍ چی په شکاره او پوه ډول سره د داعش نرم جنګ په جبهه کی د کلتوری او رسنیزه تروریستی ځواک په حیث ددی ډلې لپاره، فعالیت کوی او په سیمه کی د داعش ډلې ملاتړ کوونکو مقاصدو لپاره په افغانستان کی د مذهبی او قومی او سیاسی بیلابیلو اختلافاتو رامنځته کوونکو په حیث، نمایندګی کوی، په خپلو تازه اقدام کی د تبیان کلتوری-ټولنیز فعالیتونو مرکز په وړاندی، هڅه کړی دی چی ددی مرکز قانونی فعالیتونو مشروعیت تر پوښتنې لاندی یوسی او په دی ترتیب،دا انحرافی شبهه ته په عمومی فضا کی لمن ووهی چی دا تبیان دی چی خپل غیری قانونی فعالیتونو له امله، د پنجشنبه د پیښې د رامنځته کیدو سبب ګرځیدلی دی!
ددی خبری مفهوم دادی چی داعش او داخلی او خارجی پیژندل سوی ملاتړ کوونکی یی، د خونړیزه او هولناک پیښو رامنځته کولو کی دوهم او غیری ټاکونکی نقش درلودله!
طلوع ددی مساله په طرحه کولو سره چی تبیان اسلامی ګوند د عدلیه وزارت څخه، رسمی فعالیت جواز نه لری، هڅه کړی دی، ددی مرکز پنجشنبه ورځ همایش یو سیاسی اقدام شکاره کړی او په دی ترتیب، ددی کلتوری ټولنیز مرکز مسؤولین ددی پيښې د رامنځته کیدو اصلی عاملین شکاره کړی.
د طلوع څخه سربیره، العربیه خبری سایت چی سعودی رژیم پوری اړه لری او تکفیری تروریزم رسنیو د خبری مهم پایګاوو څخه دی، حتی پښه ددی څخه هم اړولی دی او هڅه کړی دی چی د تبیان ټولنیز او کلتوری مرکز فعالیتونه هم غیری قانونی شکاره کړی!
دا په داسی حال کیدی چی تبیان اسلامی ګوند، ډیر وخت کیږی چی د اړوند نهادونو څخه مجوز ترلاسه کولو په مقصد، هڅه کوی؛ خو د هغه خنډونو له امله چی د ځینو دولتی دستګاوو له لوری په دی لاره کی رامنځته کیږی، تراوسه نه دی توانیدلی د هغه حق تر سیوری لاندی چی اساسی قانون اوسیدونکو ته ورکوی، رسمی فعالیت جواز ترلاسه کړی.
په همدی دلیل، تبیان اسلامی ګوند، رسمآ په سیاسی فعالیتونو باندی شروع نه دی کړی او د هیواد په هیڅ ولایت کی، رسمی دفتر نه لری؛ خو تبیان ټولنیز او کلتوری فعالیتونو مرکز چی رسمی فعالیت جواز درلودونکی دی، خپل همیشنۍ تګلاری په اساس، کلتور او ټولنیز برخه کی خپل پراخ فعالیتونو ته ادامه ورکوی او په دی برخه کی، هیڅ ډول سیاسی او حقوقی خنډ شتون نه لری.
هغه همایش چی د پنجشنبه په ورځ د تبیان په مرکزی دفتر په کابل کی جوړ سوی وو، هم یو غیری سیاسی او علمی- څیړنیز برنامه د جدی شپږم؛ شوروی سره ځواک اشغالګرانه تهاجم او تیری افغانستان باندی، په اړه وو چی پکښې د پوهنتون او حوزه نخبګان او زده کوونکی او طلاب حضور درلود.
هر کلتوری او ټولنیز مرکز، دداسی ناستو جوړولو حق لری او هیڅوک حق نه لری چی مشروعیت یی تر پوښتنې لاندی یوسی او یا هم په دروغ سره هغه سیاسی فعالیت وبولی.
په همدی دلیل، هغه څه چی طلوع او العربیه سایت له لوری د تبیان ټولنیز او کلتوری مرکز او افغان غږ په وړاندی مطرح سو، په افغانستان کی د داعش ډلې د جنایتونو د کمرنګه شکاره کولو لپاره هڅو نه بغیر بل څه نه دی.
د تبیان ټولنیز او کلتوری فعالیتونو مرکز د یو مجاز او مشروع کلتوری سازمان په حیث، خپل حق بولی چی د تروریزم ملاتړ کوونکو مسموم حلقاتو تبلیغاتو او توطئو په وړاندی په کلتوری او رسنیزه برخه کی، دفاع وکړی او دا بالخصوص هغه حق دی چی ددی ارزښتی- کلتوری مجموعی مظلوم شهدا ورڅخه برخمن دی؛ ځکه داعش کلتوری تروریستان د طلوع او العربیه په شان شبکو کی هغه څه چی ترسره کوی، شکاره او نابخښیدونکی جنایت د شهیدانو په حق کی هم دی.

https://avapress.com/vdcexn8zvjh8nfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته