دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۱۷
د مطلب کود : 157223
د پلازمینی په زړه کې د وینی حمام
د عامه روغتیا وزارت ویلی دی چی په کابل کې د آمبولانس چاودنې له امله ۹۵ تنه وژل شوی او ۱۵۸ تنه ټپیان شوی دی. ددی برید ډیر وژل شوی غیری نظامیان وو. د کابل پولیس ویلی دی چی دا چاودنه د ماسپښین ۱ بجی وروسته د صدارت په څلور لاری کې د داخله وزارت پخوانۍ ساختمان ته نږدی ترسره شوی دی. نصرت رحیمی؛ د داخله وزارت ویاند معاون ویلی دی چی مهاجم کس د یو آمبولانس سره ځان صدارت څلور لاری ته رسولی دی او د امنیتی لمړنیو تلاشیو څخه د مریض په بهانی سره تیر شوی دی. هغه زیاته کړی دی چی د امنیتی دوهم تلاشی دروازه کې مهاجم شخص پیژندل کیږی او پولیس مامورین مخکې له دی چی ډزو باندی اقدام وکړی، موټر چلوونکې موټر ته چاودنه ورکوی. ایمرجنسی روغتون دا برید عام قتل بللی دی. طالبان ددی برید مسؤولیت په غاړه اخیستی دی. ریاست جمهوری او ریاست اجرایی د خبرپاڼو په خپرولو سره دا برید غندلی دی. وضعیت په ډیر ناهیله کوونکې توګه تیره او تریخ دی. د ملی وحدت حکومت سرانو محکومیت او غندنه هم نور د سیګرت تر شا اخطارونو په شان نور د هیڅ چا لپاره مهم نه دی. شاید خپله، نورو څخه ښه پوهیږی چی دا بیانیه هیڅ معنی نه لری، هیڅ څیز ته بدلون نه ورکوی او هیڅ غم لیدلی زړه ته آرامتیا نه ورکوی. خو ایکاش چی په دی باندی هم وپوهیدلای چی یواځې محکومیت بیانیه خپرول د هغوی دنده د بحران په راګرځولو کې نه دی. خلګ د بدلون غوښتونکې دی. هره ورځ بی ګناه خلګ او ځوانان بی له کوم دلیله ډله ډله وژل کیږی او تروریستان د ښار امن ترین ځایونو ته بیله کوم ډار ځی او خپل مقاصد ترسره کوی او زموږ بی ګناه خلګ د غم پرټغر کښینوی. ددی وضعیت اصلی مسؤول څوک دی؟ کوم شک شتون نه لری چی هغه کار چی تروریستان ترسره کوی، محکوم دی. ددی اعمالو په جنایت ماهیت کې کوم شک نسته؛ خو د هغه ډلې څخه، مخکې له دی، کوم هیله درلودلای شو؟ هغوی دشمن دی او دشمن هر حربه او وسیلی سره، د نابودی او تباهی په لټه کې دی. په دی منځ کې، هغه سکان چی حکومتی او امنیتی لوړ چوکۍ اشغال کړی دی، د ټولو امکاناتو او ظرفیتونو درلودونکې هم دی او د قانون ترسیوری لاندی،صلاحیت لری ترڅو ددی وضعیت بدلون لپاره، لوی تصمیمونه واخلی، څه؟ هغوی چیری دی؟ ولی د خلګو په وړاندی ځواب ویونکې نه دی؟ ولی د خلګو ږغ او ناله نه اوری؟ ولی د وضعیت بدلون لپاره کوم کار نه ترسره کوی؟ د دولت خارجی ملاتړ کوونکې او حامیان چیری دی؟ امنیتی پیمان امضا کوونکې، څو ملیتی ځواکونو قوماندی، هغه کسان چی ټول افغانستان ځپل قدرت نمایش لپاره بدل کړی دی؟ ولی د تروریستانو مخ نه شی نیولای؟ بی سرنشینه الوتکې ، استخباراتی او جاسوسی پرمختللی دستګاه، رادار جنګیدونکې جتونه، د لیری څخه هدایت کیدونکې موشکونه، مور بمونه، نظامیان تر غاښونو پوری مسلح، چیری دی؟ هغه کسان چی افغانستان خپل فوق العاده مدرن تسلیحاتو انبار باندی بدل کړی دی او ورڅخه د خپل جاسوسی او اطلاعاتی او مرګونۍ وسیلو د آزموینې ډګر په هیڅ ګټه اخلی، ولی د خلګو امنیت تامین لپاره کوم کار نه کوی؟ ملی وحدت حکومت سران چیری دی؟ هغه کسان چی خپل یو مهری د استقرار لپاره حاضر دی چی په میاشتو د خپل مقابل لوری سره رقابت وکړی، د پلازمینی مرګونۍ معرکو کې چیری دی؟ سمنتی او تر غاښونو پوری مسلح ساتونکو ته پناه وړل، په داسی حال کې چی ملت هره ورځ د جنایت او خلګ وژنو او ترور په اور کې سوځې، د سیاستمداری او نارینه توب رسم نه دی. د کابل خلګ ددی غمبار او تاریکه او خونړیزی برخلیک مستحق نه دی. د هغوی حق ورڅخه مه اخلی. د امنیت په سیوری کې ژوند، هغه لږ حق دی چی هر انسان په خپل وطن کې لری؛ خو همدا حق په افغانستان کې خلګو څخه اخیستل کیږی او دا ستم دی او د ستم رسم باید مات شی.
https://avapress.com/vdcf0edymw6dt0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته