دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۲۸
د مطلب کود : 157450
ترامپ په افغانستان کې د اوباما او کلینتون میراث سره څه کوی؟
دونالد ترامپ؛ دامریکا ولسمشر د بغدادی او نورو تروریستانو آزادونه د امریکامخکني دولت چارواکو له لوری، په نیوکې سره ویلی دی: موږ په تیرو کې په ابلهانه توګه په سلهاوو سلهاوو تروریستان آزاد کړی دی؛ صرفآ ددی لپاره چی د هغوی سره جنګ ډګر کې مخامخ سو، د داعش تروریستی ډلی رهبر البغدادی په شمول نور تروریستانو مو بندی کړی او بیرته مو آزاد کړی دی. ښاغلی ترامپ همدارنګه د امریکا کنګره څخه وغوښته ترڅو امریکایی نظامیانوو صلاحیت د تروریستانو سره چلند لپاره، تر هدف لاندی راوړی او هغوی حبس یا بندی کول ډیر کړی. امریکا ولسمشر د تروریزم سره مبارزه په اړه په افغانستان کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چی امریکایی نظامیان خپل افغان همکارانو سره نو زمانی جدول باندی مقید نه دی. د ترامپ نوی خبری د امریکا تیرو دولتونو تګلارو په اړه د هغه انتخاباتی کمپاین وخت خبرو تابع دی. هغه په وخت کې هم اوباما او هیلاری کلینتون د داعش په رامنځته کولو باندی تورن کړی او ادعا کړی وو چی هغوی خپل سیاستونو سره، په منځنۍ آسیا کې تروریزم پیاوړۍ کولو سره عملآ مرسته کړی دی. دا په داسی حال کې دی چی هم په هغه وخت کې او هم په حاضر حال کې، ډیر سیمه ایز مسایلو ناظران، د تروریزم سره د امریکا پوښتنه منځته راوړونکې مقابله او هغوی سیاستونه د تکفیری تروریزم پیاوړۍ کولو لپاره، د تروریزم پیاوړۍ کیدو لامل بولی. دا په داسی حال کې دی چی هیلاری کلینتون پوری منسوب لیکنو او اظهاراتو کې هم هم دا ادعا یو ډول سره تایید کیږی. دا مسایلو ته په کتو سره، ددی هیله شته چی ترامپ د تکفیری تروریزم سره مقابله په برخه کې هم هځه وکړی خپل یو بل انتخاباتی وعدو باندی عمل وکړی؛ هغه وعده چی په اساس یی هغه ثابت کړی چی د اوباما او کلینتون میراث د داعش تروریستی ډلی په رامنځته کولو کې، له منځه یوسی او په دی برخه کې،په پوره توګه مصمم دی. له بل لوری، صاحب نظران وایی چی د امریکا ولسمشر اظهاراتو دا برخه په پوره توګه واقع بینانه او نړۍ جاری حقیقتونو په اساس دی؛ دا چی هغه وایی چی امریکا مخکنۍ دولت د تروریزم سره مبارزه کې کمزوری عمل کړی او وخت یی بی ځایه کړی، په پوره توګه صحیح دی. دا چی د اوباما او کلینتون نقش د داعش په رامنځته کولو او په نړۍ کې تروریزم پراختیا په برخه کې څومره جدی او موثر وو، بل بحث دی؛ خو د امریکا پخوانۍ دولت انفعال د تروریزم سره مبارزی لپاره هغه موضوع نه دی چی ورڅخه انکار وشی. د همغه ضعیف تګلاری له امله دی چی نن د ترامپ شان کسان په جرات سره ادعا کوی چی هغه په دی وخت کې، د امریکا مخکنۍ دولت کلونو کارنامو په اندازه، د تروریزم سره مبارزه کړی دی. د پوهانو په باور، یواځنۍ توپیر چی ترامپ دولت او امریکا پخوانۍ دولت ترمنځ شته، دادی چی د تروریزم سره مبارزی په برخه کې هغه لږ بیری او محافظه کاری کړی دی. داعش د ترامپ ریاست په دوره کې، په عراق او سوریه کې، سخت ضربات لیدلی او د هغه تروریستی ډلی قدرت ستون فقرات او سلطه په دی دوو هیوادونو کې، له منځه ولاړ؛ خو دا کار، په دی معنی نه دی چی امریکا د ترامپ په مشری، د داعش تکه تکه کیدو یا تجزیه کیدو لامل شوی دی. شاید ترامپ نورو په شان د داعش څخه هر اړخیزه ملاتړ لپاره مصمم نه وو؛ خو په عمل کې، هغه څه چی په عراق او سوریه کې د داعش ماتې لامل شو، د ملی دولتونو راسخ اراده او خلګو او غیری دولتی ځواکونو هملاریتوب او مرسته وو. له بل لوری، که ترامپ ادعا د داعش سره مبارزی په برخه کې، صادقانه دی، والی دا پیښه په افغانستان کې نه رامنځته کیږی؟ ولی داعش ځواکونه په افغانستان کې د نورو تروریستی جریانونو ترڅنګ، د امریکایی او ناتو ځواکونو په زرهاوو تنو حضور سربیره، ورځ په ورځ پیاوړۍ کیږی؟ آیا ترامپ په افغانستان کې هم د اوباما او کلینتون دا میراث له منځه وړلو لپاره مصمم دی؟
https://avapress.com/vdchmqnzv23nmkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته