دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۱
د مطلب کود : 167693
ایران او امریکا لفظی جنګ به چیری ورسیږی؟

 
ایران خارجه چارو وزارت د مایک پمپئو؛ امریکا خارجه وزیر خبری سخیف وبلل او وویل چی دا خبری ابزاری او تبلیغاتی او د امریکا انزوا شکاره کوونکې دی.
پمپئو تیره شپه کالیفرنیا کې ساکن ایرانیانو په ټولنه کې په بی ساری توګه ایران حکومت باندی برید وکړ او هغه حکومت مافیایی وبلل او ایران خلګو څخه څلویښت کاله غلا، په سیمه کې تروریستی اقدام او دننه بی رحمانه سرکوب څخه نیوکه وکړه.
ایران خارجه چارو ویاند دا خبرو په وړاندی سخت غبرګون وښود او او دا خبری د آمریکا بین المللی تعهداتو ناقض وبلل.
تیره ورځ هم د پمپئو خبرو مخکې، حسن روحانی؛ ایران ولسمشر، امریکا ته خبرداری ورکړی وو چی ایران ګواښونو څخه لاس واخلی او ایران سره سوله د سولي مور او ایران سره جنګ د جنګونو مور بللی وو.
وروسته د هغه دونالد ترامپ په خپل توییتر کې حسن روحانی خبرو په وړاندی مستقیما غبرګون وښود.
هغه څه چی د ناظرانو په باور، مشخص دی، دا نکته دی چی ایران په وړاندی امریکا تحریمونو موج سربیره د دواړو هیوادونو تبلیغاتی جنګ شروع شوی دی.
دا جنګ، د دواړو لورو اقتصادی جنګ نه مخکې، متخاصم فضا بلل کیږی چی ترامپ دولت په سیمه او بین المللی برخه کې منځته راوړی دی.
لکه څنګه چی مخکې حسن روحانی؛ ایران ولسمشر، ویلی دی چی امریکا د ایران نظام سقوط او تجزیه به لټه کې دی چی لکه څنګه چی لیبی او عراق او سوریه کې ددی سقوط نمونی وینو؛ خو آیا په عمل کې به هم خپل دا مقصد ته ورسیږی؟
د دواړو هیوادونو ترمنځ ګواښونو نه ډک جنګ، ښه نشانه نه دی. دا جنګ په داسی شرایطو کې شعله وره کیږی چی مخکې له دی ایرانیان، خپل تعهد بین الملل اړیکو باندی حاکم اصول، بین المللی قواعدو او ملتونو او دولتونو اړیکو باندی حاکم نظم په وړاندی شکاره کړی دی.
برجام یو د نمونو څخه یی دی. ترامپ دولت د همغه شروع څخه د ګواښونو سره شکل نیولی دی او نړۍ نورو ملتونو په وړاندی امریکا اقتدار ګرایی تحمیل په لټه کې دی.
دا تګلاره د امریکا په سیاست کې، تازه نه دی. د ډیر وخت راهیسی د واشنګتن سرانو استراتژیک نظر و نړۍ او نړۍ هیوادونو سره اړیکو باندی، د قدرت تحمیلونه وو؛ خو ترامپ او امنیتی-سیاسی ټیم یی دا کار په ډیر زورګویانه او جبر سره ترسره کوی؛ هغه تګلاره چی تراوسه خو د واشنګتن په زیان تمام شوی دی.
د مثال په توګه، د امریکا او ایران همدا لفظی جنګ کې، د آلمان خارجه ویاند د ترامپ ایرانی ضد توییت په وړاندی غبرګون کې وویل: د جنګ ته ګواښ هیڅ وخت ګټه نه دی درلودلي.
په وړاندی یی، یواځنۍ کس چی ددی مواضعو څخه راضی دی، بنیامین نتانیاهو؛ د اسراییل کودک کوش رژیم لمړۍ وزیر دی.
شاید ترامپ او هغه ټیم دا فکر کوی چی ایران باندی اقتصادی فشار ډیرولو سره د اهیواد د دننې څخه متلاشی کړی او په دی توګه، بیله دی چی مجبور وی درانده لګښتونه ورکړی، خپل مقصد ته چی همغه د نظام بدلون او ایران تجزیه دی، ورسیږی؛ خو هغوی باید هیر نه کړی چی ایران عراق نه دی، او نه هم لیبی او سوریه دی.
سربیره پردی امریکا حتی په عراق او سوریه کې هم ایران څخه ماته وخوړه او ونه توانیده چی خپل نظر وړ پروژی ترسره کړی.
په دی توګه، تهران سره واشنګتن مخامخ کیدنه، د نړۍ او سولې او امنیت او نړیوال اقتصاد سره د ترامپ یو مخصره نه دی؛ هغه جنګ دی چی که رامنځته شی د جنګونو مور به وی؛ لکه څنګه چی سوله د ایران سره د ښاغلی روحانی په تعبیر سره د سولې مور دی.
https://avapress.com/vdchwqnzx23n--d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته