دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۴
د مطلب کود : 172856
ټاکنو شفافیت؛ آیا بیومتریک دستګاوو باندی باور کولای شو؟

 
د بیومتریک دستګاوی د موبایل په شان او یو نسبتآ لویه صفحی لرونکې دی چی لوړ برخه کې یی الکترونیکې لنز د ګوتو د نشان ثبتولو لپاره شتون لری.
ددی دستګاه شاته د دوربین او فلش لینز د عکس نیولو لپاره شته چی د رای ورکوونکې عکس په واخیستل شی.
سرور یا مرکزی دیتابیس په ټاکنو کمیسیون یا کابل کې دی او رای ورکوونکې مراکز انترنیت لری او ددی مرکز سره وصل کیږی او د هغوی اطلاعات ټاکنو مرکزی سرور ثبتوی.
بیومتریک دستګاوی د آفلاین په حالت کې هم د کار قابلیت لری او د رای ورکوونې وروسته، ټاکنو کمیسیون مرکز ته استول کیږی.
ثبت شوی اطلاعات په دی دستګاه کې یواځی مرکزی اداری کارکوونکې کولای شی د کود یا پاسورد ورکړل شوی حالت څخه ولولی او نورو ته داسی کوم امکان شتون نه لری.
ټاکنو کمیسیون وایی چی درج شوی اطلاعات د بیومتریک په هر ماشین کې، یا په همغه ورځ د انترنیت له لاری مرکزی پایګاه یعنی کابل ته استول کیږی یا هم انترنیت ته لاسرسی نه درلودلو په صورت کې، ماشین یا دستګاه خپله و مرکز ته استول کیږی او اطلاعات یی دیتابیس ته ور دننه کیږی.
لومړۍ مسئله داده چی د بیومتریک دستګاه څخه استفاده د رای ورکوونکو هویت ثبت لپاره او د دوهم ځلې رای ورکولو څخه مخنیوی په مقصد، د پارلمانی ټاکنو سلامت او شفافیت په اړه ډیر خوش باوری رامنځته کړی دی.
سیاسی پیاوړۍ ګوندونه چی ټاکنو کې ګډون یو مخکنیو شرطونو څخه یی د بیومتریک دستګاوو څخه ګټه اخیستنه وه، د نورو مخکنیو شرطونو نه رامنځته کیدو سربیره، د همدا یو څیز رامنځته کیدو سره قبول کړ ترڅو ټاکنو کې ګډون وکړی او ټاکنو کمیسیون کارونو په وړاندی خنډ ونه ګرځی.
ډیر خلګ داسی فکر کوی چی ددی دستګاوو څخه ګټه اخیستنې سره، تقلب او فریب امکان که ټوله له منځه لاړ نه شی، حد اقل ته به ورسیږی او خلګو رای د پارلمان راتلونکې ترکیب او ټاکنو برخلیک ټاکنو لپآره اصلی معیار باندی به بدل شی.
خو هیڅوک ددی دستکاوی فنی مشکلاتو ته توجه نه دی کړی. په دی برخه کې یو مهم او جدی مشکلاتو څخه، دادی چی په دی دستګاوو کې ذخیره شوی اطلاعات یواځی د ټاکنو مرکزی کمیسیون کارکوونکو په اختیار کې دی او هغوی کولای شی د پاسورد په ورکولو سره د ټاکنو نتایج وټاکې. دا په داسی حال کې دی چی د ګوندونو د لاریونونو یو لامل هم همدا ټاکنو کمیسیون باندی باور نه درلودل وو. هغوی باور لری چی ټاکنو کمیسیون د دولت اقتدارګرایانه نفوذ اعمال اغیز لاندی دی او نه شی کولای د خلګو رایو لپاره امین او مطمئن مرجع وی.
بناپردی د هغوی په نظر یو کم خطا او هوشیاره عامل شتون ولری چی ټاکنو نتایجو کې لاسوهنو څخه مخنیوی وکړی.
خو ظاهرآ هیڅوک دا فکر نه کاوه چی که بیومتریک دستګاوی خپله یو مسآله ولری باید کوم حل لاره ورته وسنجول شی. اوس دا مشکل، د شکاره کیدو په حال کې دی. بیومتریک دستګاوی د رای ورکوونې په ځینو حوزو کې خراب دی او ټاکنو کمیسیون فنی کارکوونکو نه بغیر هیڅوک ددی مشکل د حلولو صلاحیت نه لری او فنی کارکوونکې هم د رای ورکوونې په ټولو مراکزو کې حاضر نه دی.
بل مشکل، د الکترونیک هویت ثبت مامورینو اشنایی نه درلودل ددی ماشینونو او دستګاوو سره دی. دا مشکل، ډیر پراخ وو.
ددی مشکل شکاره کیدنه تر ډیره حده پوری انتظار وړ وو؛ ځکه د بیومتریک دستګاوو لومړنۍ محموله یواځی دری اونۍ مخکې د ټاکنو څخه آلمان څخه افغانستان وارد شو او دا په داسی حال کې وو چی د هغوی لیږد رای ورکوونې مراکزو ته تی حتی د ټاکنو یو ورځ مخکې هم جریان درلود! په داسی شرایطو کې او ټاکنو کمیسیون مدیریت ضعف او ظرفیت نه شتون ته په کتو سره، څنګه دا هیله کیږی چی ټول مسؤول کارکوونکې ددی دستګاوو څخه په ټول افغانستان کې، لازم زده کړی پّ دومره لنډه مده کې ترلاسه کړی؟
ددی دستګاوو آفلاین پاته کیدنه هم په ډیرو مراکزو کې د نورو مشکلاتو څخه وو. که څه هم دا دستګاوی بیله انترنیت او یا آفلاین هم کار کوی او کابل ته د ټاکنو کمیسیون ته لیږد سره اطلاعات مرکزی دیتابیس کې ثبت کیږی؛ خو دا کار، دیر وخت ته اړتیا لری او ځینو برخو کې، حتی امکان لری دا کار صورت ونه نیسی او خلګو رایی وسوځیږی.
د برقی چارج ختمیدنه او بریشنا ته لاسرسی نه درلودل هم په ځینو لیرو پرتو سیمو کې بل مشکل وو چی پارلمانی ټاکنو شفافیت باندی ددی دستګاوو منفی اغیزه رامنځته کړه.
ددی ترڅنګ خو لکه څنګه چی ورته اشاره وشوه، د بیومتریک دستګاوو څخه ګټه اخیستنې لوی اندیښنه، ټاکنو مرکزی کمیسیون کارکوونکو انحصاری لاسرسی ددی اطلاعاتو دیتابیس ته دی؛ دا امکان و ګوندونو او نامزد ناظرانو ته هم نه شته او دا کار کیدلای شی د یو پراخ تقلب لامل په ټاکنو کې واوسی.
 
https://avapress.com/vdcenw8zpjh8fvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته