دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۲۲
د مطلب کود : 192596
افغانستان ټاکنې؛ د شمیرنو او ادعاوو جګړه
ټاکنیز ناظر نهادونه او مدنې ټولنه د رای ورکوونکو شمیر بدلون او ډیریدو څخه اندیښنه ښودلی دی او وایی چی دا مساله د ټاکنو شفافیت او سلامت تر پوښتنې لاندی وړی.
عزیزالله رفیعی؛ مدنی ارشد فعالینو څخه، ریاست جمهوری ټاکنو رای ورکوونکو شمیر څخه متناقض شمیر خپریدل د ټاکنو کمیسیون له لوری اندیښنه راپاروونکې بللی او ویلی دی چی د رای ورکوونکو شمیر بدلون عامه اذهان مغشوش کړي او کمیسیون استقلال ترپوښتنې لاندی وړی دی.
ټاکنو کمیسیون د ټاکنو څخه دری ورځې وروسته د میزان شپږمی ټاکنو رای ورکوونکو شمیر د دوو میلیونو څخه ډير اعلان کړ او وویل چی دا ارقام تخمینی دی او نهایی نه دی. دا هغه وخت راهیسی دا شمیر ډير بدلون کړی دی.
روشن سیلن؛ بل مدنی فعال وایی چی د رای ورکوونکو او ټاکنو مراکزو قطعی شمیر نه شتون یو د جدی اندیښنو څخه دی.
ټاکنیزو ستادونو او نامزدانو له لوری د رای ورکوونکو بیلابیل شمیر او ادعاوی هم د مدنی فعالینو یو بل اندیښنه بلل کیږی.
داسی په نظر رسیږی چی که څه هم د رایو شمیر پروسی وخت تیریږی، د خلګو او ناظرینو شک ټاکنو شفافیت او سلامت ته هم ډيریږی.
په دی منځ کې، ټاکنیز کمیسیون چارواکو مکرر اطمینان هم نه شی کولای دا پروسی باندی باور راوګرځوی؛ ځکه د منتقدانو په باور، په ټاکنو کې د رای ورکوونکو شمیر ورځ په ورځ بدلون ټاکنو کې رایو باندی تقلب شک ډیروی.
سربیره پردی، یو بل جدی اندیښنه داده چی پياوړۍ حلقات خپل ملاتړ لاندی نامزد بریالی کولو لپاره، حتی کیدلای شی چی بیومتریک سیستم هم په لاس کې اخیستی وی او ددی سیستم څخه خپله ګټه اخیستنه، خپل نظر وړ سړۍ رایو ډيریولو لپاره ډیر کړی وی.
د مثال په توګه، دری ورځی مخکې، ګلبدین حکمتیار؛ ادعا وکړه چی د پکتیا ولایت روحانی بابای ولسوالی کې چی کلونه کیږی د دولت کنترول څخه خارج دی او ولسوالی اداری مرکز د ولایت په مرکز کې قرار لری، ۱۰ زره رای اشرف غنی حساب ته ور اچول شوی دی. هغه ادعا کړي چی دوه پر دری برخه د دولت ساز ټیم ټول رایی جعلی او تقلبی دی.
حتی که د حکمتیار دا ادعا نادیده هم ونیسو، یو بل مهم نکته چی ټاکنو شفافیت په وړاندی بی اعتمادی ډيروی، دادی چی ټاکنیز حساس مواد، د رای ورکوونکو نوملړ، رای پاڼې، بیومتریک دستګاوی او... ځینو مرکزونو ته استول شوی دی؛ خو د ناامنی په بهانه هلته هیڅ ټاکنې د میزان په ۶ ترسره نه شوه.
بناپردی، ټاکنیز ناظرین هم نه پوهیږی چی څه شی هلته رامنځته شوی او لیږدول شوی حساس مواد دا سیمو ته څنګه ساتنه کیدله.
آیا کوم تضمین شتون لری چی شکاره کړی دا مواد بېرته په سلامتی سره او کوم خاص نامزد په نفع نه کاریدو سره، ټاکنو کمیسیون مرکز ته سپارل شوی وی؟
هغه ویدیوګانو کې چی اخیرو ورځو کې ټولنیز شبکو کې خپاره شوی دی، داسی شکاری چی ټول تقلب کاران ټاکنو حساس موادو ته لکه بیومتریک دستګاه ته لاسرسی درلودلی دی. دا په داسی حال کې دی چی د ټاکنو شفافیت تامین لپاره نامزدانو یو غوښتنه، بیومتریک رایو ته اعتبار ورکول دی؛ خو که تقلب کوونکې، هغوی رایی بیومتریک کې ثبت کړی وی، څنګه کېدلای شی چی ټاکنو شفافیت تضمین شی او پاک رایی د ناپاکو رایو څخه بېل شی؟
دا ټوله هغه مسایل او پوښتنې دی چی د ولسمشریز ټاکنو شفافیت په وړاندی شتون لری او حاصل نتایجو باندی سیوری اچوی.
دا وضعیت ددی لامل شوی دی ترڅو پیشتاز او مخکې نامزدان هر یو په خپل سهم سره مختلف آمار په خپرولو سره، خپل بریالیتوب ادعاوی وکړی او په دی اساس، که ټاکنیز کمیسیونونه خپل ملی خطیر رسالت باندی په ښه توګه عمل وکړی، نه یواځي د خلګو باور ټاکنو باندی راژوندی کیږی؛ بلکه امکان لری چی پيشتاز نامزدان هم نتایج قبول نه کړی او په نتیجه کې، یو بل بحران هیواد کې شکل ونیسی؛ هغه بحران چی بیله شکه، یو مستقیم مسئول یی، ټاکنیز دستګاوو مدیران او کارسپارونکې وی.
 
https://avapress.com/vdchwinz-23nwmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته