دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۲۱:۴۷
د مطلب کود : 200140
سوله د سیاست او اسلحو په دام کې

 
سنا مجلس دوهم معاون وایی چی زلمی خلیلزاد؛ د امریکا خاص نماینده د افغانستان سولې لپاره د یو کال راهیسی نه دی توانیدلی هغه څه ته چی سولې پروسه کې یی ویلی، عملی کړی.
محمد آصف صدیقی؛ د سنا مجلس دوهم معاون وویل: خلیلزاد یو کال مخکې د امریکا او طالبانو خبرو اترو شروع څخه لاف وهله چی سوله په افغانستان کې تامینوی؛ خو تراوسه د یو کال په تیریدو سره نه دی توانیدلی چی کوم لاسته راوړنه ولری.
ښاغلی صدیقی زیاته کړی، ترڅو چی امریکا افغانستان سولې پروسه کې صادقانه همکاری ونه کړی او طالبان بین الافغانی مذاکراتو ته حاضر نه شی، سوله به افغانستان کې رامنځته نه شی.
هغه د طالبانو څخه وغوښته چی د بین الافغانی مذاکراتو په شروع سره اونۍ جګړه په هیواد کې پای ته ورسوی او لاس د افغان وژنې څخه واخلی.
امان الله عظیمی؛ د سنا بل غړۍ هم وویل: افغانستان سوله د امریکا په لاس کې دی؛ خو دا هیواد سوله نه غواړی او خپل اهدافو په لټه کې دی؛ ځکه سوله میکانیزم لری او په دا ډول سره خلیلزاد یو ورځ یو هیواد ته ځی او بله ورځ بل هیواد او په دی توګه سوله نه رامنځته کیږی.
کارپوهان هم ټینګار کوی چی سولې پروسه یو جدی مشکل سره مخ شوی دی، د هغوی په باور د آمریکایانو اغراق آمیزه تبلیغاتو برخلاف دواړو لورو ته نهایی او جامع توافق ته رسیدل آسان نه دی.
د ناظرانو په باور، سولې ته رسیدو په وړاندی لوی مشکل، آمریکایانو دوه ګونۍ او مبهم سیاستونه دی. امریکا غواړی چی سولې پروسی څخه راوتلی نتایجو باندی خپل سیاسی سلطه ولری او نه غواړی داسی سوله رامنځته شی چی افغانستان خلګو حد اکثر ګټی تامین او تضمین کړی.
دا چی تراوسه آمریکا مذاکراتو افغانی کېدو لپاره کوم ګام نه دی پورته کړی او د دولت پافشاری او ټینګار او همدارنګه افغانستان سیاسی څیرو ټینګار سربیره، هیڅ اعتنا دا کار ته نه دی ښیی او دا خپله ددی شکاره کوونکې دی چی دا یواځی طالبان نه دی چی د دولت سره مستقیم مذاکره څخه سرغړونه کوی؛ بلکه همزمان امریکا هم نه غواړی افغانان خپل راتلونکې په اړه تصمیم ونیسی او جګړی پای ته رسیدو لپاره نتیجه ته ورسیږی.
 
دا د سولې په لاره کې شته مشکلات دی. یو د بل مشکلاتو څخه مسلح طالبان دی.
طالبان نه یواځی د خپل اسلحو په اړه خبری نه کوی؛ بلکه حتی حاضر نه دی سولې لپاره یو مهمو ګامونو په حیث، تاوتریخوالی ودروی او خپل اسلحو څخه راولاړ مرګونه ودروی.
دا نه شی کېدلای چی یو حقیقی او باثبات سولې لامل شی؛ ځکه سولې مخکنۍ اړتیا اوربند دی او د یو پایدار اوربند رامنځته کېدل خلع سلاح دی، طالبان تراوسه هیڅ یو ددی څیزونو څخه نه دی قبول کړی.
په دی اساس، سولې اوسنۍ پروژی دواړه لوری یعنی هم امریکا او هم مسلح طالبان، ددی پروسی په وړاندی خنډونه بلل کیږیاو ترڅو چی دا خنډونه له منځه لاړ نه شی، د یو عادلانه، حقیقی، پآیدار او ثمربخشه سولې رامنځته کېدو په انتظار پاته کېدل به بی ځایه خبره وی.
 
https://avapress.com/vdcc0xqix2bqxs8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته