دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۴
د مطلب کود : 180785
ګارډین: د افغانستان د سولې د خبرو کيلي ښايي په کشمیر کې وموندل شي
د مقالې ليکوال په‌دې باور دی چې په قطر کې د روانو خبرو یو بریالی توافق به پاکستان او هند اړ باسي چې په کشمير کې د خپلو محاسبو په اړه یو ځل بیا فکر وکړي.
"د افغانستان د سولې د خبرو کيلي ښايي په کشمیر کې وموندل شي."
دا د بریتانيايۍ ورځپاڼې ګارډین د مقالې عنوان دی.
د مقالې ليکوال په‌دې باور دی چې په قطر کې د روانو خبرو یو بریالی توافق به پاکستان او هند اړ باسي چې په کشمير کې د خپلو محاسبو په اړه یو ځل بیا فکر وکړي.
د مقالې لیکوال وايي، په افغانستان کې د هند رول د پاکستان له لویو اندېښنو څخه دی چې د قطر په دوحه کې د سولې د خبرو پر وړاندې یو لوی خنډ بلل کېږي.
په مقاله کې راغلي دي چې اسلام‌اباد په‌دې باور دی چې پر طالبانو نفوذ لري، نو د افغانستان د سولې د بهير د مخنیوي قدرت هم لري.
له بلې‌خوا، طالبانو د افغان حکومت په مشرۍ له ولسمشر غني سره د مستقیمو خبرو وړاندیز رد کړی دی.
په مقاله کې راغلي، پر دې ټول پېچلي وضعیت سربېره د قطر په دوحه کې د سولې خبرې په قوي احتمال سره ښايي د سولې بريالۍ نتيجه ولري.
 
سرچينه : ازادی رادیو
https://avapress.com/vdcev78znjh8vfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته