دخپریدو نیټه :شنبه ۱ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۳۴
د مطلب کود : 102601
دبحرین سیاسي ګوندونو د انتخاباتو بایکاټ کړی دی
 دبحرین ال خلیفه دیکتاتور رژيم په 2011میلادی کال کښې دخلکو لخوا دستر پاڅون له پیلیدا راهسې نن دلومړي ځل لپاره نمایشي او جعلي انتخابات ترسره کوي .
په بحرین کښې دغه نمایشي انتخابات په داسې حال کښې دي چې ددغه هیواد ترټولو ستر سیاسي ګوند وفاق او نورو ډیرو سیاسي ګوندونو او ډلو ددغو انتخاباتو بایکاټ کړی دی .
دبحرین په ننیو نمایشي او تش په نامه انتخاباتو کښې دڅلویښتو(۴۰) استازیو دټاکلو لپاره ټول ټول دوه سوه شپږ شپیته(۲۶۶) کسان چې ټول یې سنیان دي ولاړ دي .
دبحرین تر ټولو ستر سیاسي ګوند الوفاق خبر داری ورکړی دی له قدرت څخه دلیري کیدا لپاره دواکمنانانو پاتې راتلل تاوتریخوالی زیاتولای شي .
د ویلوده چې دبحرین خلک له ۲۰۱۱ میلادي کال راهسې ترننه پورې صلحې ایزې مظاهرې کوي چې دیکتاتور حکومت ختم شي او دازادو انتخاباتو له لارې یو خپلواکه حکومت جوړ شي خو حکومتي عسکرو دسعودي عربستان ، اردن او دمتحده عربي اماراتو دپوځیانو او دامریکا او انګلستان دجاسوسې ادارو دمامورانو په مرسته او ملاتړ سره مظاهره چیان په سخته ځپلي او تراوسه یې څه دپاسه سل(۱۰۰) کسان وژلي او په زرګونو نور یې ژوبل کړي او نیولي هم دي .
په بحرین کښې دتش په نامه او جعلي انتخاباتو په درشل کښې په زرګونو خلکو دانتخاباتو دبایکاټ په ملاتړ کښې په دیراز کلي کښې سترې مظاهرې وکړې او پولیسو دخلکو دتیت پرک کولو لپاره ډزې وکړې او اوښلن ګازونه یې وشیندل .
دغه راز دبحرین دالوفاق ګوند مشر شیخ سلمان وویل دحکومت مخالف سیاسي ګوند یوازې هغه وخت له حکومت سره خبرې له سره پیلوي چې حکومت له سخت مهال ویش سم سره داصلاحاتو له ترسره کولوسره موافقه وکړي .
هغه خبرداری ورکړ سیاسي موافقې ته په رسیدا کښې ماتي به په بحرین کښې تاوتریخوالی زیات کړي .
شیخ سلمان وویل دانتخاباتو بایکاټ د ډیموکراټیکو اصلاحاتو لپاره د خلکو له غوښتنې سرچینه اخلي او ویې ویل په دغو انتخاباتو کښې به کابو دیرش (۳۰) فیصده خلک ګډون وکړي .
دبحرین دحکومت مخالف سیاسي ګوندونه له ال خلیفه واکمنې کورنۍ څخه بهر دیوه خپلواکه لومړي وزیر د انتخابیدا غوښتنه کوي .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfx0dyyw6dxva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته