دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۵۹
د مطلب کود : 108200
دامریکا په نیوجرسی ایالت کی، د ډزو له کبله؛ دوه تنه ووژل شول
د پرس، ټی وی د رپوټ په اساس، د نیوجرسی پولیسو بیګا اعلان وکړ : د وینلند ښار د وست ګریپ په واټ کی، په یو درول شوی موټر باندی، ډزی شوی دی چی، له لامله یی یو تن وژل شوئ، او دوه تنه ژوبل شول؛ خو یو ټپی، د روغتون په لاره کی ساه ورکړه .
عینی کتونکو، د پولیسو سره په ټلفونی خبرو کی ویلی دی چی، په دغه درول شوی موټرکی، دری ځوانان سپاره ؤو؛ چی د یو ناپیژاندی کس له خوا، پری ډزی وشوی .
تر اوسه پوری هیڅوک په دې پیښه کی د لاس لرلو په تور نه دئ نیول شوئ .
دشیکاګو پوهنتون د جرم پیژندنی د دفتر له خوا د خپاره شویو شمیرنو په اساس، هرکال څه دپاسه ۳۰ زره کسان، په امریکاکی وژل کیږی .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgz79qzak9zx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته