دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۳۸
د مطلب کود : 141147
ملي ریاست منسوبینو د یوه تجار زوی د سړي تښتونکو را خوشي کړی دی
ملي ریاست منسوبینو د یوه تجار زوی د سړي تښتونکو را خوشي کړی دی پلازمېنه کابل ښار کې یې د ځانګړو برید پر مهال د یوه ملي سوداګر زوی د سړي تښتونکو له منګولو راخلاص کړی دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس له خبر مخې، ملي امنیت ویلي، چې تښتول شوی کس محمد شریف نومېږي او مشهور په یما وو. ملي امنیت د دوشنبې په ورځ مخکی له غرمی په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې زیاتیوی، محمد شریف ( یما) یو ماشتي وړاندې د وزیر محمد اکبرخان د ۱۳ سړک څخه سړي تښتونکو نیولي او تښتولی وو.
سرچنیو ویلی، سړي تښتوونکي چې د ملي اردو او ملي امنیت لباس یې پر تن و، د یاد سوداګر کور ته ورغلي، دروازه یې ورټکولې او ویلي یې دي چې کور تلاشي کوي او په همدې پلمه یې یما نیولي او پر نامعلوم لوري یې وړی و.
خبر پانه کی ویلی، چې سړي تښتونکو یما نومی تر خپل ځای پورې په دریو موټر کې لېږدولی او وروسته له هغې یې د هغه د ستانې ځایونه پرلپسې بدل کړي.
سرچنیو وایی، چې د دغه ریاست منسوبینو پرته له دې چې سړي تښتونکي د دغه تښتول شوي کس له کورنۍ څخه پيسې تر لاسه کړي، د یو لړ ځانګړو او بریالیو عملیاتو پر مهال دغه ځوان له سړي تښتوونکو را خوشي کړی دی.
https://avapress.com/vdcdof0f5yt0of6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته