دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۴۱
د مطلب کود : 142620
ټرمپ د «FBI» مشر جېمز کومي له دندې ګوښه کړ

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سې شنبې په ورځ د امريکا د تحقيقاتو د فدرال ادارې يا " FBI" د مشر جېمز کومي په لیرې کولو سره يوه ټکان ورکوونکې پرېکړه وکړه.

د صدای افغان خبری آژانس، د ښاغلي کومي تر رهبرۍ لاندې دغې ادارې د ښاغلي ټرمپ او د روسيې تر منځ د اړيکو په اړه څېړنې پيل کړې وې.

ولسمشر ټرمپ د جېمز کومي د لیرې کېدو د دليل په اړه ويلي، ده د جمهوري رياست په تېرو ټاکنو کې د ډموکرات ګوند د کانديدې هېلري کلېنټن د اېمېلونو په اړه پيل شوي تحقيقات سم نه اداره کول.

د ده په خبره د امريکا لوى څارنوال او مرستيال‎يې ده ته سپارښتنه وکړه چې له دې مسئلې د کومي د ایستلو پرېکړه وکړي.

په مشرانو جرګه کې د ډموکراتانو رهبر چالز شومر د ولسمشر ټرمپ دغه اقدام يوه تېروتنه وبلله.

ښاغلي شومر زیاته کړه:

"ولسمشر ټرمپ راته زنګ وواهه او خبر يې راکړ چې ښاغلى کومي لیرې کوي، ما ولسمشر ته وويل چې تاسو ته په درناوي سره تاسې غټه اشتباه کوئ."

ولسمشر ټرمپ ښاغلي کومي ته په يوه ليک کې ليکلي:

"تاسې نور نه‌شئ کولاى دغه اداره په مؤثريت سره رهبري کړئ."

د تحقيقاتو د فدرال ادارې يا "FBI" لپاره مشر د ۱۰ کلونو لپاره ټاکل کېږي.

۵٦ کلن جېمز کومي څلور کاله مخکې د پخواني ولسمشر بارک اوباما له‎خوا ټاکل شوى و.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcauun6w49nyi1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته